د المعمدانی روغتون دبمبارۍ چنایت د نسل وژنې څرګند مصداق دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140126-د_المعمدانی_روغتون_دبمبارۍ_چنایت_د_نسل_وژنې_څرګند_مصداق_دی
باید اسلامی امت په خود کې شي او د خپلو دیني او انساني مسئولیّتونو احساس دې وکړي او نور دې اجازت ورنکړي چې دفلسطین مظلوم ولس د وحشیانو په جنایتونو کې سا ورکړي.
(last modified 2023-10-18T03:24:37+00:00 )
Oct 18, 2023 01:57 Asia/Kabul
  • د  المعمدانی روغتون دبمبارۍ چنایت د نسل وژنې  څرګند مصداق دی

باید اسلامی امت په خود کې شي او د خپلو دیني او انساني مسئولیّتونو احساس دې وکړي او نور دې اجازت ورنکړي چې دفلسطین مظلوم ولس د وحشیانو په جنایتونو کې سا ورکړي.

 

د فلسطین اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس په غزې کې په روغتون وحشي ډوله  بمباري یوه نسل وژنه  وبلله او په ډاګه ئې کړه ،دغه جنایت به بې ځوابه پاتې نشي.

فارس خبری آژانس راپور ورکړ، د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دغزې د المعمداني روغتون باندې د وحشي صهیونیستي رژيم  د بې آمانه او وحشي بمباریو په غبرګون کې ووئيل، هغه کسان دې سترګې پرانیزي  چې  دغه وحشي رژیم  سره د اړیکو دعادی کولو  هڅه کوي او یا  له دغه وحشي رژيمه بشپړ ملاتړ کوي،باید  دوي دې پوهه شي ، چې   له دغه ډول وحشي رژيم سره هرډول  مرسته او  اړیکو درلودل د فلسطین د مظلوم ولس په وینو دلاسونو دککړولو په معنا دي . باید اسلامی امت  په خود کې شي او د خپلو دیني او انساني مسئولیّتونو احساس دې وکړي  او نور دې اجازت ورنکړي چې  دفلسطین مظلوم ولس  د وحشیانو په جنایتونو کې سا ورکړي.