-
له نیمو زیات فرانسويان د صهیونیسټ رژیم له پوځي ملاتړ سره مخالف دي
Oct 10, 2023 04:19د صهیونیسټ نیواکګر رژیم پرضد د فلسطین دمقاومت له کامیابو عملیاتو وروسته د فرانسې ولسمشر مکرون د صهیونیسټ رژیم له مشرانو سره په ټیلیفونی تماس کښې وویل له دغه رژیم پوځی ملاتړ کوی
-
د فلسطین د ولس له روا دفاع د ایران ملاتړ
Oct 09, 2023 12:58د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د جهادِ اسلامي غورخنګ له عمومي منشي او د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر سره په جلاجلا ټیلیفوني تماسونو کښې، د فلسطین د وروستیو بدلونونو په هکله د خبرواترو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې صهیونیسټي رژیم مخ په زوال دی او د مقاومت جبهه د بریالیتوب د قلاګانو په فتح کولو لګیا ده.
-
له وحشی صهیونیسټي رژيمه د ملاتړ لپاره د امریکا لمسؤنکي اقدامات
Oct 09, 2023 12:11د حماس غورخنګ ویندوی ټينګار کړی دی، د اسرائيلو دملاتړ لپاره په سیمې کې د جنګی بیړئ ددیره کولو په باب د امریکا اعلان ، دمونږ په ولس په تیریو کې حقیقی ګډون کول دي.
-
په تل ابیب کې د اسرائیل د رژیم تر ټولو لوی هوایي میدان بند شو
Oct 09, 2023 03:51د فلسطین د اسلامي مقاومت ځواکونو له غزې څخه په لسګونو توغندیو سره، په تل ابیب کې د صهیونیست رژیم تر ټولو لوی هوایي میدان بن ګوریون په نښه کړ.
-
حماس د ټولو فلسطیني زندانیانو د آزادۍ غوښتنه وکړه
Oct 09, 2023 13:09د حماس غورځنګ ویاند د بنیامین نتانیاهو د کابینې په فاشیسټ بللو سره، د ټولو فلسطیني زندانیانو د آزادۍ په نیواکي قدس او لویدیځې غاړې کښې د دغې کابینې د راپاروونکو اقداماتو د بندیدو غوښتنه وکړه.
-
امریکا د صهیونیستي فوځیانو د کمزورې روحیې د مضبوطولو لپاره سیمې ته جنګي بېړه واستوله
Oct 09, 2023 03:50د حماس د غورځنګ ویاند حازم قاسم وویل: سیمې ته د امریکا له لورې د جنګي بېریو د استولو پرېکړه په فلسطیني ولس باندې په یرغل کې د ګډون په معنا ده او د صهیونیستي رژیم د فوځیانو د کمزورې روحیې د علاج په لړ کې تر سره کیږي.
-
په غزې باندې د صهیونیست رژیم د بریدونو دوام/ د ملکی شهیدانو شمېر ۴۱۳ تنو ته ورسېده
Oct 09, 2023 03:54په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت د صهیونیستانو د بمبارونو په دوام کې د ۷۸ ماشومانو او ۴۱ ښځو په شمول د ۴۱۳ عامو وګړو د شهادت او د ۲۱۳ ماشومانو او ۱۴۰ ښځو په شمول د ۲۳۰۰ عامو وګړو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
-
حماس غورځنګ د اسرائیلو ۶۰۰ کسان وژلي او ګڼ شمیر نور نیولي دي او جنګ دوام لري
Oct 08, 2023 06:59زمونږ خبریال راپور راکړی اسرائیل وايي چې د دوی پر خاوره د فلسطیني وسله والو په بریدونو کې لږترلږه ۶۰۰ اسرائیلیان وژل شوي او تر ۲۰۰۰ زیات نور ټپیان دي.
-
په نیواکي فلسطین باندې د حماس غورځنګ له حملو یو هیړ ملاتړ:-
Oct 08, 2023 11:12د الاقصی د طوفان په نوم په نیواکي فلسطین باندې د فلسطیني مبارزانو له سمندر، ځمکې او هوا څخه پراخه او ناڅاپه حملې له پراخو سیمه ئیزو او نړیوالو ملاتړونو سره مخامخ شوي دي.
-
د الاقصی د طوفان عملیات د اسرائیلو او د سازباز کونکو پرضد طوفان دی
Oct 08, 2023 09:17زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن په انصار الله غورځنګ کښې د فلسطین د برخې مشر« الحسن الحمران» وویل د الاقصی د طوفان عملیات د هر پتیالي او د مسلمانانو لپاره ویاړ دی چې د هغوې زړونه یې خوشحاله کړل.