-
د عربستان له لورې د یمن د هوايي حریم سرغړونه به له قانوني ځواب سره مخ شي
Jul 29, 2026 05:26پارس ټوډې – د یمن د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د سعودي عربستان له لورې د یمن د هوايي حریم خلاف ورزي یو نه منونکی اقدام دی او له داسې ځواب سره به مخ شي چې د نړیوال عرف ، قوانینو او تړونونو له مخې د یمن حق ګڼل کېږي.
-
په لوېدیځي غاړې کې د اسرائیلو د ښارګوټو جوړولو پلانونه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
Jul 28, 2026 12:42پارس ټوډې – د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویندوي ووئيل؛ د اسرائیلي رژیم لهخوا په نیواکي لوېدیځي غاړې کې د ښارګوټو جوړول هېڅ قانوني اعتبار نه لري او له نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه ده.
-
عراق ته له یوسل دوه اویا هیوادونو څخه د اربعین د یومیلیون او اته لکه دیارلس زره او یوسل اته اتیا زیارتوالو ورتلل
Jul 28, 2026 11:53پارس ټوډې- د عراق د امنیتي اطلاع رسونې د ادارې مشر ټینګار وکړ چې د روان کال د محرم د میاشتې له پیل راهسې د نړۍ له یوسل دوه اویا هیوادونو څخه یو میلیون او اته لکه دیارلس زره او یو سل اته اتیا زیاراتول عراق ته ورغلي دي.
-
غزې تړانګه کښې د دریو فلسطینیانو شهادت/ په نیواکي قدس کښې د فلسطیینانو ژوبلیدل
Jul 28, 2026 11:25پارس ټوډې -خبري سرچینو د نیواکي قدس او د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو باندې له پرون سهار څخه تر نن سهار پورې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې د دریو فلسطینیانو د شهادت او د څه د پاسه پینځلسو نورو کسانو د ژوبلیدا خبر ورکړ. پارس ټوډې سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور راکړی، د غزې تړانګې په شمال کښې په «جبالیا» سیمه باندې د اسرائیلو رژیم په تیرې ورځې مازیګر هوايي برید کښې یو فلسطینی شهید او یوشمیر نور ژوبل شول.
-
د عراق په نجف ښار کښې د اسلامي انقلاب د مشر د درنښت د دستورو ترسره کیدل
Jul 28, 2026 10:54پارس ټوډې- د ایران د اسلامي انقلاب د شهید مشر حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د درنښت مراسم په تیرې دوشنبې شپې د حسیني اربعین د زیارتوالو ، د ایران او د عراق د حکومتي چارواکو او د یوشمیر علماو په پرتمینه ګډون سره د اسلام د عراق په نجف کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ځاې ناستي او د وصي حضرت علي علیه السلام په سپیڅلي حرم کښې وشول.
-
د عربستان د بقیق د تیلو په تاسیساتو کښې د اورلګیدل
Jul 28, 2026 10:27پارس ټوډې- بلومبرګ راپور ورکړ د سپوږمکۍ انځورونه ښودنه کوي چې د عربستان په ختیځ کښې د «بقیق» د تیلو د تولیداتو په کارخانه کښې اور لګیدلی دی.
-
صهیونیستي کارپوه: اسرائیل د ایران پر وړاندې د اوږدمهالې مقابلې توان نه لري
Jul 28, 2026 05:46پارس ټوډی – یوه مشهور صهیونیستي کارپوه ویلي، پر واشنګټن د تلابیب د زیاتېدونکي اتکا له امله اسرائیلو خپله پخوانۍ ستراتیژیکه خپلواکي له لاسه ورکړې او نور د ایران پر وړاندې د اوږدمهالو شخړو د زغملو توان نه لري.
-
د یمن پوځ د سعودي د نفتو د لېږد پر کرښو د بېپیلوټه الوتکو د برید خبر ورکړ
Jul 28, 2026 05:42پارس ټوډی ـ د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند ویلي، د سعودي عربستان له ختیځ څخه د ینبع بندر پر لور د نفتو د لېږد پر کرښو یې د څو بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
-
اسرائیلو ۶۰ فلسطیني بندیان د خراب روغتیايي وضعیت په حالت کې خوشې کړل
Jul 28, 2026 05:27د فلسطیني سرچینو د معلوماتو له مخې، اسرائیلي ځواکونو ۶۰ فلسطیني بندیان چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې وروسته په غزه کې نیول شوي وو، د کرم ابوسالم له لارې خوشې کړي دي.
-
راپور: د سعودي د نفتو صادرات په کمېدو سره ورځنی زیان ۵۰۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلی
Jul 28, 2026 05:25د سمندري معلوماتو شرکت وایندوارډ (Windward) په یوه راپور کې ویلي، د سعودي عربستان د ینبع بندر څخه د نفتو بارول د جولای له شلمې وروسته شاوخوا ۴۰ سلنه کم شوي دي.