-
د غزې پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د بریدونو د شهیدانو شمېر له ۶۵ زرو څخه واوښت
Sep 18, 2025 01:27پارس ټوډی - د فلسطین روغتیا وزارت اعلان کړی چې د صهیونیستي رژیم د پوځ لخوا پر غزې تړانګې د بریدونو له امله د شهیدانو شمېر ۶۵ زره او ۶۲ کسانو ته رسېدلی دی.
-
د قاهرې خبرداری: د هر احتمالي سناریو پر وړاندې د مقابلې لپاره چمتو یو
Sep 17, 2025 10:23پارس ټوډی – د مصر لومړي وزیر ویلي، هېواد یې د سیمې او نړۍ د نقشې د بیا رسمولو د هڅو هدف ګرځېدلی او قاهره د صهیونیستي رژیم هغه پلان چې د «لوی اسرائیل» په نوم یادیږي، په دقت څاري څو د هغې پر وړاندې بېلابېل د مقابلې طرحې چمتو کړي.
-
حماس: د غزې د استوګنیزو برجونو د پوځي استعمال په اړه د اسرائیل ادعا دروغ ده
Sep 17, 2025 10:18پارس ټوډی – د حماس غورځنګ د صهیونیستي رژیم هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دغه غورځنګ د غزې له استوګنیزو برجونو پوځي استفاده کوي.
-
په سوریه کې د صهیونیستي پوځیانو لخوا کور په کور پلټنې پیل شوي
Sep 17, 2025 10:07پارس ټوډی – صهیونیستي پوځیانو د سوریې د قنیطره سیمې په حومه باندې له یرغل وروسته، د کور په کور پلټنې پیل کړي دي.
-
په صهیونیسټانو کښې د رواني ستونزو زیاتیدل؛ولې د اسرائیلي عسکرو د ځانونو د وژلو دومداره ډرامه نه ختمیږي
Sep 17, 2025 09:02پارس ټوډی -په تیرو دوو کلونو او د دوه زره درویشتم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له ماتې خوړلو وروسته د نیواکي ټاټوبو په وسیدونکو صهیونیسټانو کښې د روحي او د رواني مشکلاتو اندازه زیاته شوي ده او همدا اوس صهیونیسټان د اسرائیلو د پوځ د عسکرو د خودکشۍ له سخت کړکیچ سره مخامخ دي.
-
تل ابیب او د رامون هوايي ډګر مو بیا په توغندیو او بېپیلوټه الوتکو وویشتل
Sep 17, 2025 02:40د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویندوي جنرال یحیی سریع پرون ناوخته د وحشی او تیریګر صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د خپلو ځواکونو د نوؤ عملیاتو جزییات تشریح کړل او وې وئيل چې په دوو عملیاتو کې ئې د رامون هوايي ډګر او تل ابیب د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په په شیشت کې په راوستو سره بیا په نښه کړل.
-
یمن: تشې اعلامیې او غندنې هیڅ ګټه نلري/عربي هیوادونه دې له ایران څخه زده کړي
Sep 16, 2025 10:47د دوحې د اضطراري غونډې د پای اعلامیې په غبرګون کې، چې د قطر پر خاورې د صهیونیستي رژیم د یرغل د څېړلو او د دې برید پر وړاندې د دریځ نیولو په موخه جوړه شوې وه او له تکراري غندنو پرته بل څه پایله نه درلوده، د یمن د عالي سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي د دې غونډې له ناهیلي کوونکې اعلامیې څخه خپله ناخوښي څرګنده کړه.
-
په غزې کې د قربانیانو ریښتینې شمېره د رسمي شمېرې ۱۰ چنده شوې
Sep 16, 2025 10:32د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکې په وینا، په غزې تړانګه کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو د قربانیانو ریښتینې شمېرې لږ تر لږه ۶۸۰،۰۰۰ کسانو ته رسیږي، چې دا د رسمي اعلان شوي شمېرې ۱۰ چنده دی.
-
صهیونیست وزیر: فلسطینیان باید له لویدیځې غاړې څخه د غزې په څېر وشړل شي
Sep 16, 2025 10:27د اسرائیلي رژیم د کابینې یوې وزیرې په ښکاره د لویدیځې غاړې اوسیدونکي فلسطینیان د ایستلو غوښتنه وکړه.
-
خبرونه| د مقاومت وسله سره کرښه ده/ د قطر لومړنی غبرګون
Sep 16, 2025 09:16پارس ټوډی - د قطر هوايي شرکت (قطرایرویز) په خپل تعاملي پروازي نقشې کې د «اسرائیل» نوم حذف کړ او پر ځای یې «فلسطیني خاورې» نوم ایښی دی.