-
د حماس له خوا د ټرمپ د اوربند له پلان سره مشروطه موافقه؛
Oct 04, 2025 09:37پارس ټوډي- د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د اوربند پلان په ځواب کې، د جګړې په بشپړه دریدا، د اسیرو په بدلولو او د غزې په خپلواکه ادارې موافقه کړې او غواړي چې د غزې راتلونکي مسئلې، د فلسطين د ملي ګټو په چوکاټ کې وڅېړل شي.
-
د غزې خلک د ټرمپ پلان ته د حماس له غبرګون وروسته خوشحالۍ کوي
Oct 04, 2025 07:08پارس ټوډې - د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا وړاندیز شوي د اوربند پلان ته د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د رسمي غبرګون له اعلان وروسته، د غزې فضا د صهیونیسټ دښمن د هوایي بریدونو سره سره د دې سیمې د مقاومو خلکو لخوا د خوښۍ او جشنونو ډکه شوه.
-
پر جنوبي لبنان صهیونیسټي رژیم برید کړی
Oct 03, 2025 11:57پارس ټوډی - خبري سرچینو راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو د لبنان جنوبي سیمې بمبار کړې دي.
-
الحوثي: د ټرمپ طرحه د سیمې د تسلط لپاره اسرائیلي نقشه ده
Oct 03, 2025 02:41پارس ټوډې - د یمن د انصارالله غورځنګ عمومي منشي په غزې کې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز شوې طرحه وغندله او دا یې د فلسطیني ولس د بشپړو حقونو د مصادرې، د صهیونیسټي رژیم د تسلط د ټینګولو او د صهیونیسټي رژیم په اډې د سیمې د بدلولو هڅه وبلله.
-
حزبالله: زموږ د وسلو اخیستل زموږ د روح اخیستلو دي / جهاد اسلامي او حماس د «صمود» کښتیو د توقیفولو غندنه وکړه
Oct 02, 2025 08:19پارس ټوډې - د لبنان له مقاومت سره د وفادارۍ فراکسیون غړي وویل: زموږ د وسلو اخیستل زموږ د روح اخیستلو په معنی دی او روح یوازې هغه ذات اخیستلی شي چې هغه یې پیدا کړی، یعنې متعال خدای.
-
د صهیونیسټ پوځیانو ترمنځ د رواني ناروغیو له کړکیچ څخه په اسرائیلو د مړینې تر وروستي شمیر پورې
Oct 02, 2025 07:09پارس ټوډي سایټ د تسنیم خبري اژانس په قول راپور ورکړ د اسرائیلو «یسرائیل هیوم» عبري ژبې ورځپاڼې اعتراف وکړ چې حاضردمه د اسرائیلو د پوځ څه د پاسه شل زره ځواکونه او ژوبل کسان په ټول رژیم کښې په روغتونونو او د درملنې په مرکزونو کښې بستري شوي دي چې شپږ پنځوس فیصده یې د جنګ او د ژوبلیدا له کبله له رواني مشکلاتو او غبرګونونو کړیږي.
-
حماس: د اسراییلو د جنګ د وزیر څرګندونې د نړیوال قانون سپکاوی دی
Oct 02, 2025 04:00پارس ټوډې- د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) یوه اعلامیه خپره کړه او د غزې ښار د اوسیدونکو په وړاندې یې د اسراییلو د جنګ د وزیر څرګندونې او ګواښونه له نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه او د فلسطیني خلکو د جنګي جرمونو او قومي تصفیې د بیا پیلولو او زیاتولو هڅه وبلله.
-
د اسراییلو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۶ لبناني وګړي شهیدان او ټپیان شول
Oct 02, 2025 03:47پارس ټوډې - د لبنان په جنوبي برخه کې د اسراییلو د پوځ د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې یو کس شهید شوی او ۵ نور ټپیان شول.
-
یمن د امریکا د تیلو شرکتونو ته د برید ګواښ وکړ
Oct 01, 2025 12:15د صنعا ادارې اعلان وکړ چې د «اکسون موبیل» او «شورون» په څېر د امریکا د تیلو لوی شرکتونه به په نښه کړي.
-
د اسرائیلي رژیم د ځواکونو له خوا د جولاني سرتېرو بربنډول او د دمشق چوپتیا
Oct 01, 2025 12:00پارس تودی- د سوریې د موقتې ادارې یو شمېر سرتېري د درعا په شاوخوا کې د اسرائیلي رژیم د پوځ له خوا ونیول شول، وسله ترې واخیستل شوه او جامې ترې وایستل شوې؛ دا په داسې حال کې ده چې سوري چارواکو تر اوسه په دې اړه چوپتیا غوره کړې ده.