د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د پاک پروردګار په درګاه کې د عبادتونو او طاعتونو دقبلیدا په هیلې سره په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
دوستانو د ایران په تیره په د تهران درستو ورځپاڼو دقدس دنړیوالې ورځې د دستورو او په دې مناسبت د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود او د مسلمینو دولی امر حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي ویډیوئي وینا ته ډير انعکاس ورکړی او لکیلي ئې دي ، حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي فرمائيلي ؛ اسرائيل کوم هیواد نه دی ،یوازې دترهه ګرو چاوڼۍ ده او ورسره مبارزه د درستو خلکو دنده ده . دوي دغه راز فرمائيلي ، باید له غاصب رژیم سره درست کلکه او کوټلي مبارزه وکړي ،څو نړیوال اورګانونه هم دې ته اړشي چې په فلسطیني ټاټوبي کې د فلسطینیانو په شتون سره ټول پوښتنه ترسره کړي .
دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،د قدس دنړیوالې ورځې په مناسبت له پرتمینو لاریونونو سره په یووخت د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ مشرانو وئیلي دي ، د روژې د مبارکې میاشتې انتفاضې ، د صهیونیسټانو په وړاندې جهنم مجسّم کړی دی .
ورځپاڼې بیا په دوام کې لیکلی دي ،د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... وئيلي دي ،د قدس دآزادۍ لپاره جنګ ، دمقاومت درست چورلیز ته رواوالی بخښلی دی .
د تاجیکستان او قرقزستان په پوله ایزو شخړو کې ددواړو لورو کابو ۵۵کسان وژل شوي او کابو درې سوه نور ټپیان شوي چې وئيل کیږي ،زیاتره پکې مرګي حاله دي .
له اورپائي اتحادئې دانګلستان په وتلو پسې د فرانسې او انګلستان ترمینځ شخړې پیل شوي او ددغو شخړو په دوام کې فرانسې او انګلستان دواړو دیوه بل په ضد هغو سمندري سیمو ته چې دواړه ئې ادعا کوي ،جنګي بیړۍ لیږدولي او د یوه بل په وړاندې ئې دډغرې وهلو داړې چینګي کړي دي .
د امریکا یوه جمهوری غواړي سناتور میچ میک کانل په یولړ ګډوډو خبرو کې اټکل کړی ، چې طالبانو ډله به د روان لمریز کال تر مرغومې میاشتې پورې پر افغانستان مسلط شي او قدرت به پخپل اختیار کې واخلي .
داهم د تهران ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،د صنعتي هیوادونو د اوه ډلې خارجه وزیرانو په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اړه د خبرواترو د روان بهیر هرکلی کړی او وئيلي ئې دي ،هیله ده ډير زر د نړیوالې ایټمي موافقې دبشپړ اجرا کتونکي شي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دسپينې ماڼۍ اړونده مسئولانو د ایران دځينو شتمنیو د آزادولو په اړه د سی این این ټيلیویژني چینل ادعا رد کړې او وئيلي ئې دي ، داسې کومه فیصله ئې نه ده کړې .
د ایران د خارجهو وزارت ویندوی سعید خطیب زاده په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې ، دجوزف بایډن حکومت باید ددغه هیواد د کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ د ناکام میراث او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ترمینځ یو شی وټاکي .
د قطر خارجه وزارت هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،مثبتو خبرواترو ته د امریکا او ایران دهڅولو لپاره له دوي سره په تماس کې یوو .
د سورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې د دغه هیواد پوځ او د مقاومتي چورلیز ځواک دتکفیری ترهه ګرو پر پټنځایونو بانډې سخت ټکونه کړي او وئیل کیږي ، چې د جنایتکارو ډلو په لسګونو ترهه ګر ئې هلاک او دغه راز ئې د دوي ستر پوځي تجهیزات هم له مینځه وړي او دغه راز دا هم وئیل شوي ، چې د دوي پنځه پټ سرنګونه هم تباه کړائ شوي دي .
د پاکستان د روغتیائي چارو وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره سپارښتنه کړې ، څو د روژې د مبارکې میاشتې د نیکمرغه اختر په مناسبت دې په چټیانو کې په درست هیواد کې پر روغتیائی پروټوکولونو بشبړ عمل وشي که داسې نه وي ،نو دکرونائي بحران له پراخې خوریدا سره به مخ شي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، دافغانستان په مختلفو سیمو کې د روژې دمبارکې میاشتې په شپو ورځو کې هم د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمینځ په اخ وډب کې هماغه راز د بې ګناه خلکو وینه تویږي ، داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان ولس د طالبانوډلې او امریکا ترمینځ په شوو موافقو او دغه راز د بین الافغاني خبرواترو په بهیر ناامید شوي او دغو بهیرونو ته د شک په سترګه ګوري .
داهم د تهران رسالت ورځپاڼه ده چې په خپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي ، دایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده په الاقصی جومات د وحشي ډوله صهیونیسټي پوځیانو یرغل په سخته محکوم کړی او وئیلي ئې دي ،باید اړونده نړیوال اورګانونه دې له دغه جنګي جنایت سره په چلند کې پخپلې پریکنده دندې عمل وکړي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، دعراق خبری سرچینو په عراق کې د امریکائی ترهه ګر پوځ په ستر پوځي مرکز الاسد باندې د ډرونز الوتکو د حملې خبر ورکړی .
د عربی اتحادئې سکرټریټ دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي له شیخ جراح سیمې څخه د فلسطینیانو اجباري کوچیدا یو بشپړ جنګی جنایت دی او نړیواله ټولنه دې ددغه جنایت په ضددې چې د فلسطینیانو د ترټولو لومړني انساني حقوقو چخڼي کوي ، کوټلي اقدامات وکړي .
د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک بدرالدین الحوثي وئيلي دي ، سعودي عربستان دې خپلې ګټې د اسرائیلو پر ګټو مقدمې وګڼي او د دوي په پلۀ دې پل نه ږدي او خپل اسلامی او عربی هویّت دې وپيژندي، او د امریکا او وحشي صهیونیسټانو په لاس کې لوبتکه نه جوړیږي .
د عربستان په ختیځي ولایتونو کې د دقدس دنړیوالې ورځې په مناسبت پراخ لاریونونه شوي چې وئیل کیږي ،د آل سعود رژيم مامورانو په ځينو سیمو کې د دغه نړیوال لاریون او دستورو مخه نیولې ده .
د بحرین انقلابي ولس یو ځل بیا د آل خلیفه رژيم د جنایتونو په ضد دشپې مهال مظاهرو ته مخه کړې او وئيلي ئې دي ، چې د خپلو حقه حقوقو او لومړنیو اصلاحاتو تر پوره کیدا پورې به خپلو سوله ایزو اعتراضونو او مظاهرو ته دوام ورکړي .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د سعودي عربستان په درې ورځني سفر تللی دی . داپه داسې حال کې دي چې له دې دوه ورځې مخکې د پاکستان د پوځ عمومي قوماندان جنرال قمر جاوید باجوا او د لومړي وزیر د مذهبی چارو سلاکار طاهر اشرفی هم دعربستان په سفر تللي دي . ځينی سرچینې وائي په تیر یوه کال کې د عربستان او پاکستان ترمینځ د صهیونیستي رژيم د په رسمیّت پيژندلو په سر د اختلافاتو په وجه تاؤتریخوالي او ترینګلتیاوې رامینځة شوي وې او دغه راز دا هم وئیل کیږي ، چې له سعودي عربستان سره د ا مریکائي حکومت د اړیکو دسړیدل له امله عربستان یو ځل بیا پاکستان ته ضرورت محسوس کړی څو له امریکاسر ه داړیکو دبیرته ښه کولو لپاره ورځيني استفاده وکړي .
او س هم راګرځو دکابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل د ریځونه دي .
د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د امریکا او افغانستان په اړیکو، د سولې بهیر او مطبوعاتو ته د ورپېښو ګواښونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
هشت صبح لیکلي، د کورنیو او بهرنیو مطبوعاتو بحثونه تر ډېره حده له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو پر څرنګوالي راڅرخي او له دې وروسته د افغانستان او امریکا اړیکو هېڅ بحث نه کوي، د ورځپاڼې په خبره دغه شان افغان او امریکايي چارواکي هم په دې اړه ډېر تمایل نه ښيي، نو همدا لامل دی چې د دواړو هېوادونو اړیکې په ظاهر کې پیکه ښکاري.
په سرمقاله کې د ولسمشر اشرف غني څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلي و، له افغانستانه د بهرنیو ځواکون وتلو سره به د امریکا او افغانستان ترمینځ نوی فصل پرانیستل شي او د بهرنیو ځواکونو وتل به د افغانستان اوامریکا په اړیکو هېڅ منفي اغېز ونه لري.
ورځپاڼې د امریکا د ګډو ځواکونو قوماندان مارک میلي تازه خبرې هم راخیستي چې د افغان هوايي ځواک ۴ میلیارده ډالري مالي مرستې او افغان ځواکونو د روزنې په اړه ئې کړې وې.
د سرمقالې د لیکوال په اند د اشرف غني او مارک میلي دا ډول څرګندونې د دې ښکارندوي کوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به امریکا له افغانستان سره هر ډول اړیکو او مرستو ته دوام ورکوي.
په پای کې یادونه شوې، که امریکا له افغانستانه ووځي، نو د سیمې په دریم هېواد کې به فزیکي شتون وساتي او د افغانستان حالات به له نږدې وڅاري، د لیکوال په باور دا طالبانو ته ښکاره پیغام دی چې امریکا نه غواړي طالبان په بشپړه توګه په افغانستان کې کنټرول ترلاسه کړي او د امریکا او افغانستان دوه اړخېزې اړیکې به پرځای وي.
ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد رسنیو ته ویلي چې طالبانو د استانبول ناستې کې ګډون ته تمایل ښودلی.
په سرمقاله کې یادونه شوې، دا چې طالبان په استانبول ناسته کې ګډون کوي، نو بیا ئې په دې وروستیو کې جګړو ته ولې زور ورکړی او په عامه تاسیساتو بریدونه کوي؟
د سرمقالې په پای کې راغلي، که طالبان سولې ته تمایل ښئي، نو باید له جګړې لاس واخلي او د سولې لپاره په ګډه کار وکړي، څو په افغانستان کې د وینو د توئېدو مخنیوی وشي.
ویسا ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او خبریالانو ته د ورپېښو ګواښونو په اړه تبصره کړې ده.
په سرمقاله کې راغلي، افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د ازادو او خپلواکو مطبوعاتو په برخه د پام وړ پرمختګ وکړ، له کمو، ډېرو ستونزو سره سره بیا هم دغه هیواد د خپلواکو مطبوعاتو د ودې په برخه کې د سیمې په یو مخکښ هېواد بدل شو.
په سرمقاله کې یادونه شوې چې له ۲۰۱۴ میلادي کاله بیا تر نننه په ډېر شمېر خبریالان ووژل شول چې د لیکوال په وینا د افغانستان په تاریخ کې یې ساری نشته.