امریکا د کورونا د وژل شویو حقیقي شمیر نه اعلانوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i100102-امریکا_د_کورونا_د_وژل_شویو_حقیقي_شمیر_نه_اعلانوي
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د عفوني ناروغیو او د الرژۍ د ملي موسسې مشر انتوني فاوچي حکومت د کورونا ویروس د وژل شویو کسانو په شمیر کښې په ګوتې وهلو تورن کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2021 00:28 Asia/Kabul
  • امریکا د کورونا د وژل شویو حقیقي شمیر نه اعلانوي

فارس خبري اژانس وايي د امریکا د عفوني ناروغیو او د الرژۍ د ملي موسسې مشر انتوني فاوچي حکومت د کورونا ویروس د وژل شویو کسانو په شمیر کښې په ګوتې وهلو تورن کړ .

هغه پرون وویل د امریکا حکومت په هیواد کښې د کورونا ناروغۍ له کبله د وژل شویو کسانو حقیقي شمیر په سم ډول نه اعلانوي .

انتوني فاوچي په دې خبرې سره چې په امریکا کښې د کورونا ویروس له کبله د خلکو د وژل کیدا حقیقي شمیر بې شکه د حکومت لخوا له وړاندې  شوي شمیر څخه زیات دی وویل بې شکه د امریکا چارواکي د کورونا ویروس له کبله د  وژل شویو کسانو په شمیر کښې د ګوتو د وهلو په حال کښې دي .

امریکا همدا اوس په کورونا ویروس د خلکو د ککړیدا او د وژل کیدا له نظره د نړۍ د هیوادونو په سر کښې ده .

په رسمي ډول ویلي شوي چې په امریکا کښې د کورونا له کبله پینځه لکه یواتیا زره (۵۸۱۰۰۰) کسان د کورونا له کبله مړه شوي خو د واشنګټن پوهنتون مطالعاتو چې په تیرې پنجشنبې ورځې خپاره شول وویل په دغه هیواد کښې د کورونا له کبله څه د پاسه نهه لکه کسان وژل شوي دي .