د روژي نیکمرغه اختر دې پر ټولو مبارک وي
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت دزړه له کومې درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته په دې هیلې سره چې پخپلو خوشالیانو کې دمظلومو او بې څوکه افغانانو فلسطینیانو ،کشمیریانو او د نړۍ د نورو سیمو د بې څوکه خلکو بچیان اواړمن کسان هم یاد ساتئ ،دنیکمرغه کوچني اختر په مناسبت مبارکي وائي .
زمونږخبریال راپور راکړنن د نړۍ په زیاتره هیوادونو په تیره بیا ایران ، افغانستان ،پاکستان او عربستان کې د روژې دمبارکې میاشتې نیکمرغه اختر ورځ ده او روژتي مسلمانانو له یوې میاشتې بندګۍ او عبادتونو وروسته د نیکمرغه اختر په ورځ له خپل پروردګاره د عبادتونو اولمنځونو انعام اخلي . درست خلک خوشالیانې کوي او یوه بل ته مبارکي وائي او د اسلامی امت او دد رستو مظلومو انسانانو د نیکمرغۍ او نجات لپاره دعاګانې کوي .
راپورونه ښئ په درست ایران ،افغانستان او پاکستان کې د کرونائي بحران په دلیل د روغتیائي پروټوکولونو په رعایتولو سره دنیکمرغه کوچني اختر لمونځ ادا شوی او خلکو یوه بل ته مبارکۍ وئيلي دي .
دتهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت دزړه له کومې درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته په دې هیلې سره چې پخپلو خوشالیانو کې دمظلومو او بې څوکه افغانانو فلسطینیانو ،کشمیریانو او د نړۍ د نورو سیمو د بې څوکه خلکو بچیان اواړمن کسان هم یاد ساتئ ،دنیکمرغه کوچني اختر په مناسبت مبارکي وائي .