د پاکستان مذهبي مشرانو له فلسطین سره پیوستون اعلان کړ
ایران پریس خبري اژانس وايي د پاکستان د مذهبي ګوندونو مشرانو د فلسطین او د قدس له خلکو سره د پیوستون د اعلانولو په هدف سره په ټول هیواد کښې له فلسطین سره د پیوستون د ورځې مراسم ترسره کړل .
د پاکستان د مذهبي ګوندونو مشرانو پرون مازیګر په اسلام اباد کښې د فلسطین له خلکو سره د پیوستون په خبري کانفرنس کښې د فلسطین او د قدس د مظلومو خلکو د ملاتړ په ترڅ کښې په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو رژیم د حملو نوی پړاو وغاند .
د پاکستان د کراچۍ ښار یوشمیر خلکو هم پرون مازیګر د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې.
دغه مظاهرې د مجلس وحدت مسلمین لخوا په کراچۍ ښار کښې شوي دي او مظاهره چیانو په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د ماشوم وژونکي رژیم په وروستیو بریدونو غوسه او کرکه څرګنده کړه .
مظاهره چیانو وویل بیت المقدس او الاقصی جومات د مسلمانانو دي او په دغو سپیڅلیو ځایونو به د تیري او د سپکاوي اجازه ورنکړي .
په تیرو څو ورځو کښې د پاکستان خلکو په ځلونو د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د صهیونیسټ رژیم پرضد مظاهرو سره د فلسطین د ملت پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونه غندلي دي .
د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان او د خارجه وزیر شاه محمود قریشي په شمول د هیواد چارواکو هم د فلسطین په غزې تړانګې او نورو فلسطیني سیمو کښې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د غندلو په ترڅ کښې د دغو جنایتونو او د حملو د بندیدا غوښتنه کړي ده .
دغه راز د پاکستان د بشري حقوقو وزیرې میرمن شیرین مزاري هم د ملګروملتونو سرمنشي ته په وینا کښې هغه د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړکښې د ملګروملتونو په منشور باندې عمل کولو ته وروباله او ویې ویل په غزې تړانګې کښې تاوتریخوالي جنګ نه دی بلکې د فلسطین د ملت د نسل وژنې او قتل لپاره د صهیونیسټ رژیم جنایتونه دي .