هندوستان له ایرانه د تیلو واردولو ته لیواله دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i100668-هندوستان_له_ایرانه_د_تیلو_واردولو_ته_لیواله_دی
د هندوستان د تیلو ادارې وویل، د ایران خلاف د امریکې د اقتصادي بندیزونو د اوچتیدو په بڼه کښې به دغه شرکت له ایران څخه د تیلو واردات بیرته پیل کړي
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 23, 2021 07:29 Asia/Kabul
  • هندوستان له ایرانه د تیلو واردولو ته لیواله دی

د هندوستان د تیلو ادارې وویل، د ایران خلاف د امریکې د اقتصادي بندیزونو د اوچتیدو په بڼه کښې به دغه شرکت له ایران څخه د تیلو واردات بیرته پیل کړي

د هندوستان د تیلو ادارې وویل، د ایران خلاف د امریکې د اقتصادي بندیزونو د اوچتیدو په بڼه کښې به دغه شرکت له ایران څخه د تیلو واردات بیرته پیل کړي

د هندوستان د تیلو د شرکت مشر ایس، کی، ګُپتا د هندي پانګه والو په شتون کښې په یو ویډیو کانفرنس کښې وویل: په ایران باندې د لګیدلو بندیزونو د ختمیدو په صورت کښې به مونږ د دغه هیواد تیل واخلو ځکه چې د ایران تیل زمونږ د ریفاینریو لپاره مناسب دي.

هغه زیاته کړه: د هندوستان چڼځيو هم دا اوس تیارۍ نیولې دي او که په ایران باندې موجود بندیزونه ختم شي نو سمدستي به ورسره د تیلو تړون لاسلیک کړي.