د مذاکرې ټول لوري زرترزره د پاتې مهمو مسائلو هوارې غواړي
د ایران د خارجه وزیر مرستیال وویل: د ایټمي خبرواترو ټول لوري غواړي چې د ایران او ۴+۱ ډلې په مذاکراتو کښې پاتې مهم مسائل زرترزره حل شي او مذاکرات نتیجې ته ورسیږي.
د ایران د خارجه وزیر مرستیال وویل: د ایټمي خبرواترو ټول لوري غواړي چې د ایران او ۴+۱ ډلې په مذاکراتو کښې پاتې مهم مسائل زرترزره حل شي او مذاکرات نتیجې ته ورسیږي.
سید عباس عراقچي د برجام د ګډ کمیشن د غونډې له پنځم پړاؤ وروسته وویل: ډیر پرمختګ شوی دی خو ځیني مهم مسائل لاهم نه دي حل شوي.
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال او د ایټمي مرکچي ټیم مشر په عین حال کښې ټینګار وکړ چې تر څو پورې د ایران ګټې نه وي تامین شوې، مذاکره به دوام ونه کړي.
د ویلو ده چې د برجام د ګډ کمیشن غونډه د ایران او ۴+۱ ډلې د پلاویو په شتون سره پرون په ویانا کښې ترسره شوه.