ورځپاڼو ته کتنه ۱۰-۳-۰۰
(last modified Mon, 31 May 2021 08:24:46 GMT )
May 31, 2021 12:54 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۰-۳-۰۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:

په سر کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه، ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله وليکل: حکومت د کورونا له ځپل شويو څخه ملاتړونه کړي او دغو ملاتړونو ته به په راتلونکو وختونو کښې هم دوام ورکړي.

ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د حکومت د اقتصادي غږملتيا د کمېټۍ په غونډه کښې د هر اړخيز اقتصادي جنګ په حالاتو کښې د کورونا بيمارۍ د خپرېدو له کبله درنو آثارو او زيانونو ته په اشارې سره تاکيد وکړ، حکومت مالي محدوديتونو او اقتصادي بنديزونو او د هېواد اسعاري درامدو ته په پام سره د خپل توان مطابق د کورونا له ځپل شويو څخه ملاتړونه کړي او دغو ملاتړونو ته به په راتلونکو وختونو کښې هم دوام ورکړي.

ورځپاڼې د روسيې د برجام د روسي مذاکراتي ټيم د سرپرست له قوله وليکل: د ويانا د برجام ايټمي موافقې اوسنے پړاو کېدې شي ورستے پړاو وي.

د ورځپاڼې له مخې ميخائل اوليانوف پرون په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل، چې د خبرو اترو روان پينځم پړاو کېدې وروستے پړاو وي او په اوس حال کښې د خبرو اترو د شپږم پړاو څه خبره لا نه ده شوې.

هغه زياته کړه د برجام ايټمي موافقې د خبرو اترو پينځم پړاو چې د غبرګولي په څلورمه  په ويانا کښې شروع شوے ؤ لا دوام لري چې پکښې د پام وړ پرختګ شوے او د برجام موافقې د فعالېدو او د امريکې د بنديزونو د ختمېدو پس منظر واضحه شوے دے.

--------

د تهران چاپ کېهان  ورځپاڼې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د عمومي مشر قوماندان له قوله وليکل: چې وهلو او تښتېدلو وخت تېر شوے دے.

د ورځپاڼې د خبر له مخط جنرل حسېن سلامي له« روسيا اليوم »ټيلي ويژن سره په مرکه کښې د فلسطين د قدرت په زياتيدو باندې تاکيد وکړ او وې ويل اسرائيلي رژيم باید پوه شي چې د حملې کولو او تښتېدلو دور  نور  ختم شوے دے او نن سبا د فلسطين خلق لا قدرتمن شوي دي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د امريکې په زړۀ کښې د اسرائيلو په خلاف مظاهرې اوشوې.

د ورځپاڼې له مخې د فلسطين ملاتړ د امريکې په پائتخت واشنګټن کښې د پراخو مظاهرو په کولواو د صهيونېسټ رژيم د حملو په خلاف د شعارونو په ورکولو سره له تل ابيب سره د واشنګټن د فوځي او مالي مرستو د بندولو غوښتنه وکړه.

-----

اطلاعات ورځپاڼې بيا بيا وليکل: ایران او افغانستان د ملګرتیا تړون لاسلیک کړ.

د ورځپاڼې د ليکنې له مخې د ایران او افغانستان د اولمپیک ملي کمیټیو د مشرانو ترمینځ د ملګرتیاو او د تفاهم د یادښت په لاسلیک کیدو سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د ورزشي ملګرتیاو د پراختیا معاهده لاسليک شوه .

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل:  طالبانو د افغانستان په کاپيسا ولايت کښې  د وادۀ په مراسمو باندې د هاوني حملې له امله مرګ ژوبله رامنځته شوه.

د خبر له مخې په دغه حمله کښې چې د دغه ولايت په تګاب لسوالۍ کښې په يو کور کښې د وادۀ په مراسمو اوشوه لږ تر لږه لس تنه ووژل شول او اته نور هم ژوبل شول چې زياتره قربانيان يې ښځې او ماشومان دي.

--------

او اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته لاس کړوو چې په سر کښې د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼه راخلوو. دغې ورځپاڼې د پاکستان د وزيراعظم له قوله وليکل: په موجوده حالاتو کښې له هند سره تعلقات بحالول او تجارت کول د کشميريانو له وينې سره غداري ده. که هند اګست د پينځمې نېټې اقدامات واپس واخلي نو د کشمير په مسئله ورسره د لارې نقشه وړاندې کېدې شي.

ورځپاڼې د پاکستان پيپلز پارټۍ د مشر په حوالې سره وليکل، پي ډيم ايم ائتلاف ته د واپس د تلو څه فکر نشته البته د موجوده حکومت په راپرزولو ټول متفق دي.

بلاول بوټو زرداري د چارسدې په ولي باغ کښې د اے اين پي د بېګم نسيم ولي خان له کورنۍ سره د خواخوږۍ په موقع په يو اخباري کانفرنس کښې وويل: پي ډي اېم له اختلافاتو او تقسيم سره مخامخ دے او هيڅه هدف يې واضحه نه دے او هسې له يو بل سره وخت تېروي. البته ټولو ته پکار دي چې د عمران خان د حکومت راپرزولو باندې متفق شي.

ورځپاڼې په خپل يو بل خبر کښې وليکل، د پاکستان خارجه وزير د عراق د سفر په دوران کښې د دغه هېواد د کورنيو چارو او دفاع له وزيرانو سره هم ليدل کتل وکړل.

شاه محمود قرېشي په دغو ليدنو کتنو کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د پلاو په تبادلې اتفاق وکړ.

د پاکستان خارجه وزير همدارنګ په نجف اشرف  کښې د اميرالمومنين حضرت امام علي (ع) روضې مبارکې ته هم حاضري وکړه، او هلته کښې يې د نوافلو په ادا کولو سره د وطن د خوشحالۍ، ترقۍ ‎، د مسلمانانو د يووالي او د کورونا د وبا د رفع کېدو لپاره دعا وغوښته.

-------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا وليکل د پاکستان مشهور ديني عالم مولانا طارق جميل د دغه هېواد له خلقو وغوښتل چې د کورونا وېکسين دې ضرور ولګوي او په دې اړه منفي اوازو او پروپګنډوته دې توجه نه کوي. هغه تاکيد وکړ چې د همدغو منفي پروپګنډو په وجه تر نننه هېواد ګوزن او فالچ له بيمارۍ نجات پېدا نه کړ.

په ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د کويت حکومت لس کاله پس د پاکستانيانو لپاره د کويت د وېزو جاري کولو حکم ورکړ. د خبر له مخې د پاکستان د کورنيو چارو وزير د کويت د سفر په دوران کښې د دغه هېواد له وزيراعظم سره کتنه او د وېزو او نورو مسائلو په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړې.

ورځپاڼې همدارنګ وليکل د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق په پېښور کښې د فلسطينيانو په ملاتړ او د غاصب اسرائيلي رژيم په خلاف د ميلين احتجاجي غونډې په وېنا کښې وويل، حالاتو ثابته کړه چې د فلسطين او کشمير مسئله په خبرو اترو نه شي  حل کېدې او پاکستاني مسلمانان آماده دي چې وينې تر آخري څاڅکي پورې د مسلمانانو د پخوانۍ قبلې د ازادولو لپاره وجنګيږي.

-------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې چې په سر کښې هم مسير ورځپاڼې په خپل سائيټ کښې  د مخکيني افغان ولسمشر له قوله وليکل:  د سولې بهیر باید د پروژې پر ځای په ملي پروسه بدل شي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې د سولې روان بهیر باید ملي شي او مشري یې دې د افغانانو لاس ته ولوېږي. نوموړي نن د سولې په تړاو په یوه جوړ شوي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې د سولې له بهیر بهرنیانو ځان ته د خپلو ګټو پروژه جوړه کړې ده، خو افغان لورو ته په کار ده چې دغه بهیر د له پروژه والي را وباسي او دا دې پر یوه ملي پروسه بدل کړي. هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل، طالبانو او د جمهوریت ملاتړو ته په کار ده چې له جګړو لاس واخلي، د پردیو د ګټو جګړه پای ته ورسوي او پر ځای یې دې ټول اړخونه د ملي او اسلامي مسوولیت په توګه د سولې لپاره کار وکړي.

ورځپاڼې د افغان چارو د اروپائي استازي په حوالې سره وليکل: له افغانستان سره یې ژمنې په خپل خپل ځاے دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولۍ سرپرست توماس نېکلسن د اروپايي ټولنې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پرېکړې سره ددوی په ژمنو کې توپیر نه دی راغلی. د ده په خبره له افغانستان سره د اروپايي ټولنې ټولې ژمنې پر خپل ځای دي او له دغه هېواد سره به د پرمختګ په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.

-----

فغانستان ورځپاڼې بیا د ښاغلي حکمتیار په وروستیو څرګندونو د نیوکې په توګه لیکلي، د حزب اسلامي مشر له سیاسي موضوعاتو سره ډېر عادي چلند کوي او دا یې د هغه په علمیت او د مسایلو په اړه کمه پوهه بللې.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې ښاغلی حکمتیار دې په دې پوه شي چې اوس افغانستان یو اساسي قانون او بیداره ولس لري او هېڅ‌کله هم هغه ډول نظامونه نه‌شي راتلی چې د خلکو غوښتنې او ارزښتونو ته په‌کې پام ونه‌شي.

--------

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د کابل چاپ هېواد ورځپاڼې وليکل: له افغان ځواکونو سره په نښتو کې ۲۱۰ طالبان وژل شوی.

د ورځپاڼې د خبر له مخې چې دفاعی او امنیتی ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۱۰ طالبان ووژل شول، ۹۵ ټپیان شول او ۳  نور ژوندی ونیول شول.خبرپاڼه وایی: د دغو عملیاتو پر مهال د وسلوالو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوی دی.د ملی دفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوی، چې دغه طالبان ننګرهار، لغمان، خوست، غزنی، لوګر، پکتیکا، زابل، بادغېس، غور، فاریاب، بلخ، جوزجان، سرپل، سمنګان، هلمند، بغلان، بدخشان او کندوز ولایتونو کې وژل شوی، ټپیان او نیول شوی دی.

-------