د شمالي کوریې له لوري د اسرائیلو د جنایاتو غندنه
د شمالي کوریې د بهرنیو چارو وزارت د فلسطیني وګړو په تېره بیا ماشومانو په وړاندې د صهیونیستي رژیم د جنایاتو غندنه کړې ده.
د شمالي کوریې د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چي که وویل شي چي د غزې ترانګه د اسرائیلو د هوایي وحشیانه بریدونو د امله د ماشومانو په مسلخ خونې بدله شوې ده نو بې ځایه خبره نه ده.
د شمالي کوریې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه: د غزې په ترانګه باندې د اسرائیلو په وروستي یرغل کې کابو ۷۰ فلسطیني ماشومان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.
دغه هیواد په دې باندې په ټینګار سره چي د اسرائیلو په مټ د ماشومانو ډله وژنه د بشریت د راتلونکې لپاره خطرناکه ده له نړیوال ټولنې څخه غوښټنه وکړه چي د اسرائیلو د دولتي تروریسم په وړاندې غافل پاتي نه شي.
په غزې باندې د اسرائیلو د یرغلګر رژیم برید چي د ۱۲ ورځو لپاره دوام لرل د ځینو بهرنیو لوبغاړو په مینځګړیتوب سره په اوربند موافقه وشوه خو د فلسطیني وګړو په وړاندې د دې رژیم ځپونکي اقدامات دوام پیدا کړی دی.