طالبانوډله د افغانستان د جنګ دختمیدا لپاره  هیڅ انګیزه نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i101482-طالبانوډله_د_افغانستان_د_جنګ_دختمیدا_لپاره_هیڅ_انګیزه_نه_لري
 د جوزف بورل څرګندونې په داسې حال  کې دي،چې  په افغانستان کې ئې د امریکا ا و لویدیځ ناکامه شل  کلن پوځي شتون ته هیڅ اشاره نه ده کړې چې ددغه هیواد دبیخ بینائي تاسیساتو له کنډوالو کولو،د لسګونو زره عامو خلکو له وژلو او دمیلیونونو خلکو دکډه په سر کولو پرته پله  هیڅ نیتجه ئې نه ده درلودلې .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 10, 2021 11:42 Asia/Kabul
  •  طالبانوډله د افغانستان د جنګ دختمیدا لپاره  هیڅ انګیزه نه لري

 د جوزف بورل څرګندونې په داسې حال  کې دي،چې  په افغانستان کې ئې د امریکا ا و لویدیځ ناکامه شل  کلن پوځي شتون ته هیڅ اشاره نه ده کړې چې ددغه هیواد دبیخ بینائي تاسیساتو له کنډوالو کولو،د لسګونو زره عامو خلکو له وژلو او دمیلیونونو خلکو دکډه په سر کولو پرته پله  هیڅ نیتجه ئې نه ده درلودلې .

  زمونږ خبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړی ،  اروپائي اتحادئې  پرون ناوخته د یوې  اعلامیې په خپرولو او ددې خبرې په کولو سره چې  طالبانو ډله  د افغانستان له نیمې برخې زیاته په کنټرول کې لري ،وئيلي دي ،  په افغانستان کې جنګ جګړې  او تاؤتریخوالي  هماغه راز دوام لري او  دسولې بهیر هم دریدلی دی .

د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست مسئول جوزف بورل  په دغې اعلامیې کې  وئیلي دي ،د افغانستان د سولې له هراړخیزو خبرواترو پرته،د دغه هیواد د بحران دحل لپاره هیڅ بله حل لاره نشته .  

جوزف بورل مدعي شوی،په افغانستان کې د اروپائي اتحادئې سټراټژيکې ګټې  له خطرې سره مخ دي او دبهرنیو عسکرو وتل ، له افغانستان سره له سیاسی او پوځي مرستوڅخه لاس نیولل د اروپائي اتحادئې  ګټې نه تامینوي .

 د جوزف بورل دغه څرګندونې په داسې حال   کې دي ، چې  په افغانستان کې ئې   د امریکا ا و لویدیځ   ناکامه شل  کلن پوځي شتون ته هیڅ اشاره  نه ده کړې  چې  ددغه هیواد دبیخ بینائي تاسیساتو له کنډوالو کولو ،  دلسګونو زره عامو خلکو  له وژلو   او دمیلیونونو خلکو دکډه په سر کولو پرته پله  هیڅ نیتجه ئې نه ده درلودلې .