د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس بې پلوه نه دی
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د بې طرفۍ د نشتوالي په هکله خبرداری ورکړ
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د بې طرفۍ د نشتوالي په هکله خبرداری ورکړ
کاظم غریب آبادي پرون د واکمنې شورا په غونډه کښې وویل: د صهیونیسټي رژيم د ایټمي وسلو د ګواښ او د ایران په ایټمي تاسیساتو کښې د ترهګرو او ورانکارو اقداماتو په وړاندې د دغه سازمان چپتیا د آژانس اعتبار او بې پلویتوب تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
هغه ټینګار وکړ چې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د عمومي منشي اوسنې رپورټ تاییدوي چې د ایران د ایټمي فعالیتونو په لړ کښې له څارنې سره اړونده هیڅ موضوع نشته.
غریب آبادي زیاته کړه چې له تیرې لسیزې راهیسې د ایران ایټمي موضوع په آژانس کښې د بې بنیاده ادعاؤ له مخې لاهم مطرح کیږي حال دا چې د غیرصلحه ایزو اهدافو په لور د ایټمي موادو د انحراف په هکله حتی یو مدرک هم نشته.
هغه وویل چې ایران د څارنې د جامع موافقې له مخې پرخپلو ژمنو پابند پاتې شوی دی.