د امریکا ولسمشر به د روسیې ولسمشر ته خبرداری ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i101620-د_امریکا_ولسمشر_به_د_روسیې_ولسمشر_ته_خبرداری_ورکړي
زمونږ خبریال وايي د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن وویل ولسمشر جوبایډن به د ماسکو د بې پروا او د تاوتریخجنو اقداماتو د دوام په بڼه کښې ولادیمیر پوتین ته خبرداری ورکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2021 01:27 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر به د روسیې ولسمشر ته خبرداری ورکړي

زمونږ خبریال وايي د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن وویل ولسمشر جوبایډن به د ماسکو د بې پروا او د تاوتریخجنو اقداماتو د دوام په بڼه کښې ولادیمیر پوتین ته خبرداری ورکړي .

بلینکن  له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې هغه څه چې د امریکا ولسمشر جوبایډن یې یې غواړي د روسیې د ولسمشر پوتین لپاره روښانه کړي دا دي چې واشنګټن له ماسکو سره د یوې اټکل وړ او د پایدارې اړیکې کوشش کوي وویل که چیرې روسیه بې پروا او تاوتریخجنو اقداماتو ته دام ورکړي نو مونږ به  سخت غبرګون   ورته وښیوو .

د امریکا او د روسیې د ولسمشرانو غونډه د دواړو هیوادونو ترمینځ د تاوتریخوالو د زیاتیدا په درشل کښې د جون د میاشتې په شپاړسمه (۱۶) نیټه پلان شوي ده او د روسیې چارواکو هم ټینګار کړی دی چې دوې د ژورو اختلافاتو د حل لپاره د دواړو هیوادونو د مشرانو له کتنې څخه د معجزې او د پرمختګ د ترلاسه کیدا هیڅ نلري .