د امریکا ولسمشر به د روسیې ولسمشر ته خبرداری ورکړي
زمونږ خبریال وايي د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن وویل ولسمشر جوبایډن به د ماسکو د بې پروا او د تاوتریخجنو اقداماتو د دوام په بڼه کښې ولادیمیر پوتین ته خبرداری ورکړي .
بلینکن له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې هغه څه چې د امریکا ولسمشر جوبایډن یې یې غواړي د روسیې د ولسمشر پوتین لپاره روښانه کړي دا دي چې واشنګټن له ماسکو سره د یوې اټکل وړ او د پایدارې اړیکې کوشش کوي وویل که چیرې روسیه بې پروا او تاوتریخجنو اقداماتو ته دام ورکړي نو مونږ به سخت غبرګون ورته وښیوو .
د امریکا او د روسیې د ولسمشرانو غونډه د دواړو هیوادونو ترمینځ د تاوتریخوالو د زیاتیدا په درشل کښې د جون د میاشتې په شپاړسمه (۱۶) نیټه پلان شوي ده او د روسیې چارواکو هم ټینګار کړی دی چې دوې د ژورو اختلافاتو د حل لپاره د دواړو هیوادونو د مشرانو له کتنې څخه د معجزې او د پرمختګ د ترلاسه کیدا هیڅ نلري .