اردوغان وایی ترکیه له طالبانو سره خبرې کولی شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i101704-اردوغان_وایی_ترکیه_له_طالبانو_سره_خبرې_کولی_شي
د ولسمشر جو بایډن او ولسمشر رجب طیب اردوغان کتنې ته مخکې تر مخکې پراخ پام اوښتی و ځکه چې د بحث یوه مهمه موضوع یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت او د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ترکیې رول و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2021 12:06 Asia/Kabul
  •  اردوغان وایی ترکیه له طالبانو سره خبرې کولی شي

د ولسمشر جو بایډن او ولسمشر رجب طیب اردوغان کتنې ته مخکې تر مخکې پراخ پام اوښتی و ځکه چې د بحث یوه مهمه موضوع یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت او د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ترکیې رول و.

 

د امریکا او ترکیې ولسمشرانو د دوشنبې په ورځ ناوخته په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې ترڅنګ یو په یو خبرې وکړې.

د دوی د خبرو په مهال، چې ۴۵ دقیقې یې دوام وکړ، یوازې ترجمانانو ته اجازه ورکړل شوې وه.

د ولسمشر جو بایډن او ولسمشر رجب طیب اردوغان کتنې ته مخکې تر مخکې پراخ پام اوښتی و ځکه چې د بحث یوه مهمه موضوع یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت او د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ترکیې رول و.

دا کتنه د ترکیې لپاره په دې خاطر مهمه وه چې له روسیې څخه د ایس – ۴۰۰ دفاعي توغندي د رانیولو په خاطر د امریکا له بندیزونو وژغورل شي.

له ولسمشر بایډن سره له خبرو وروسته اردوغان وویل «موږ له ښاغلي بایډن سره خورا ګټورې او صادقانه خبرې وکړې. موږ پر خپلو شریکو موضوعاتو وږغېدو او خبرې مو رغنده وې.»

د امریکا او ترکیې اړیکې پر دې سربېره چې له روسیې څخه د ایس – ۴۰۰ توغندو د رانیولو پر سر کړکېچنې شوي، د سوریې او عراق د کوردانو پر سر هم د دواړو خواوو ترمنځ د نظر جدي اختلاف دی.

اردوغان همد اراز د افغانستان یادونه وکړه چې ویل کېږي له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت مسوولیت تورک (تُرک) ځواکونو ته سپارل کېږي.

ولسمشر اردوغان د افغانستان ثبات ته د طالبانو د ګواښ دوام تایید کړ خو ویې ویل چې ترکیه  له دې ډلې سره خبرې کولی شي.

د امریکا او ترکیې د ولسمشرانو له کتنې وروسته ولسمشر بایدن هم د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل خو له هغه څخه د ده او اردوغان د کتنې په اړه هیڅ پوښتنه ونه شوه.