عراقچي :
موافقې ته بیخي نزدې شوي یو
د ویانا په مذاکراتو کښې د ایران د مرکچي پلاوي مشر ټینګار وکړ چې موافقې ته له بل هر وخته زیات نزدې شوي یو خو لاهم بنیادي مسائل شته دي.
سید عباس عراقچي الجزیره خبري چینل ته په مرکه کښې وویل: ایران په دې تیرو کلونو کښې له ایټمي موافقې د امریکې د وتلو په وجه ډیرې ستونزې ګاللې دي.
هغه وویل: که له نورو لورو سره یوې ښې موافقې ته ورسیږو نو هغه به ومنو خو که داسې ونه شي نو نه به له اوسني حکومت سره کومه موافقه وشي او نه له راتلونکي حکومت سره.
د ویانا په مذاکراتو کښې د ایران د مرکچي پلاوي مشر ټینګار وکړ: ډاډ ترلاسه کول غواړو هغه څه چې له ایټمي موافقې د امریکې د تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وتلو سره رامینځته شول، په راتلونکي کښې به د امریکې د هیڅ کوم ولسمشر له خوا تکرار نه شي.
عراقچي هم داشان وویل چې واشنګټن باید د مذاکراتو له لارې خپل تیر کارونه اصلاح کړي.