روسیه د پرانیستي اسمانونو له تړون څخه وځي
اسپوتنیک خبري اژانس وايي روسیې په راتلونکو شپږو (۶) میاشتو کښې د پرانیستي اسمانونو له تړون څخه د وتلو لپاره د ماسکو د فیصلې خبر وکړ .
روسیې د پرانیستي اسمانونو د تړون ټولوغړیو هیوادونو ته په یوه (۱) پیغام کښې وویل ماسکو د روان میلادي کال د دسمبر په اتلسمه (۱۸) نیټه له دغه تړون څخه وځي او روسیې امریکا د دغه کار مسوله وبلله .
مخکې د روسیې خارجه وزارت ویلي وو د پرانیستي اسمانونو له تړون څخه د امریکا وتل د چټي دلایلو په خاطر دي او په تړون کښې د غړیو هیوادونو د ګټو انډول یې ګډوډ کړی او د دغه تړون کارندوالی یې سخت ګډوډ کړی دی او نور نشو کولای له دغه تړون څخه د غړیو هیوادونو ترمینځ د اعتماد او د امنیت د پراختیا لپاره د یوه(۱) سازوکار په توګه ګټه پورته کړو .
د پرانیستي اسمانونو تړون د غړیو هیوادونو د سیمو د پاسه د تجسسي الوتکو د الوت د اجازې په هکله د نړۍ د څلوردیرشو (۲۴) هیوادونو ترمینځ یو (۱) تړون دی .