امریکا د نړۍ د ډله ایزو وژنو ماشین دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i101970-امریکا_د_نړۍ_د_ډله_ایزو_وژنو_ماشین_دی
خپلواکه څارونکي او غیر حکومتي  ادارې ، د امریکا د پوځي عملیاتو د غیر پوځي مرګ ژوبلو شمیر  له هغو احصایو چې پخپل هیواد کې ئې   خپروي ، ډيرز یات  دی  چې باید دغه هیواد دډله ایزو وژلو ماشین وبلل شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2021 01:56 Asia/Kabul
  • امریکا د نړۍ د ډله ایزو وژنو ماشین دی

خپلواکه څارونکي او غیر حکومتي  ادارې ، د امریکا د پوځي عملیاتو د غیر پوځي مرګ ژوبلو شمیر  له هغو احصایو چې پخپل هیواد کې ئې   خپروي ، ډيرز یات  دی  چې باید دغه هیواد دډله ایزو وژلو ماشین وبلل شي .

دچین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې پخپل وروستي راپور کې له  امریکا په بهر کې  په تیره بیا په لویدیځي آسیا ،افغانستان  کې  د امریکا د پوځي مخینو  د ارزونې او داحصایو په وړاندې کولو سره  واشنګټن ته  د ډله ایزو وژنو یوه ماشین سره  تشبیه ورکړی دی .

 په دغه راپور کې وئيل شوي دي ، امریکا  ددینا په یوسل پنځوسو هیوادونو کې خپل پوځيان دیره کړي دي  چې تقریبا  له هیواده په بهر کې یو لک پنځه شپیته زره پرسنل ئې فعال  او  تقریبا په درستو براعظمونو کې ئې  په سلګونو پوځي مرکزونه او اډې پکې شاملې دي .

  ددغه مطلب په دوام کې  د امریکا دفاع وزارت کلني راپور ته هم اشاره شوې او راغلي دي ،  تیره اونۍ د امریکا پنټاګان  پخپل کلني راپور کې ، دعامو خلکو  پر مرګ ژوبلو اعتراف کړی  او  چې په افغانستان ، سومالیا ، عراق   کې  په ۲۰۲۰کال کې  د امریکا په پوځي عملیاتو کې  کابو ۲۵۰ عام خلک وژل شوي  او په سلګونو نور ټپیان شوي دي  دغه راز په تیرو کلونو کې هم په تیره بیا په سورئې کې ئې  په زرګونو کسان په وینو کې لیت پیت کړي دي .

داپه داسې حال کې د ي چې  خپلواکه څارونکي او غیر حکومتي  ادارې ، د امریکا د پوځي عملیاتو د غیر پوځي مرګ ژوبلو شمیر  له هغو احصایو چې پخپل هیواد کې ئې   خپروي ، ډيرز یات  دی  چې باید دغه هیواد دډله ایزو وژلو ماشین وبلل شي .