روسی ډیپلمات:
امریکې په بندیزونو سره هیڅ هم نه شي تر لاسه کولای
په واشنګټن کې د روسیې سفیر په مسکو باندې د امریکې د نویو بندیزونو په غبرګون کې وویل: دغه بندیزونه به هیڅه نتیجه ور نه کړي او د مسکو په سیاستونو کې به د بدلون سبب نه وګرځي.
د وروستیو راپورونو له مخې د بایډن اداره غواړي د روسیې د مخالف الکسی ناوالنی د قضیې په تړاو په مسکو باندې نوې بندیزونه ولګوي، په واشنګټن کې د روسیې سفیر اناتولی انتونوف دې مسالې ته په اشارې سره وویل: په تېرو کلونو کې هم په سلګونو بندیزونه په روسیې باندې ولګول شوې خو ولیدل شو چي روسیه کولایشي په ډاډ سره خپل کار په موخ بوزي، بې له شکه بندیزونه نه شي کولای د روسیې په بهرني او کورني سیاست اثر وکړي.
دغه روسي ډیپلماټ زیاته کړه: په داسي یو حالاتو کې باید روسیې ته د ګواښ په ځای، ځانګړې ستونزو ته رسیدګي وشي ځکه چي تمه نه شو کولای چي په زوروینې، ګواښ او باج غوښتنې سره مسکو د امریکې له اوامرو پېروي وکړي او په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي.
تر دې مخکې د امریکې د ملی امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي وه چي هیواد یې په روسیې باندې د نویو بندیزونو د لګولو بندوبست کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویندویې ماریا زاخاروا د دې مسالې په غبرګون کې ویلي وه چي امریکا په روسیې باندې د بندیزو له لګولو څخه د خپلو کورني ستونزو د حل په موخه د یو اوزار په توګه کار اخلي.