ورځپاڼو ته کتنه ۲۳-۴-۰۰
(last modified Wed, 14 Jul 2021 11:57:13 GMT )
Jul 14, 2021 16:27 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۳-۴-۰۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:

په سر کښې جمهوري اسلامي  ورځپاڼه راخلو چې د ايران د اسلامي جمهوريت د منتخت ولسمشر له قوله يې وليکل: ايران به له فلسطين څخه دفاع ته دوام ورکړي.

د ایران منتخب ولسمشر ښاغلی سید ابراهیم ریسی د حماس د سیاسی دفتر مشر او جهاد اسلامی عمومی منشی ته په خطاب کی وویل تهران به له فلسطین خپل ملاتړ ته دوام ورکړی .

د ورځپاڼې له مخې فلسطيني مشرانو  اسماعیل هنیه او زیاد النخاله له سید ابراهیم رئیسی سره ټیلفوني تماس ټینګ کړ.

رئیسی په دغو ټیلفوني خبرو کښې یو ځل بیا له صیهونیسټ رژیم د قدس شمشیر په نښته کې د ستر بریالیتوب مبارکی وویله او تینګار یې وکړ ډاډمن ووسو چی ایران له فلسطینه دفاع ته دوام ورکوی او د قدس تر ازادۍ پورې به د هغه له ملته دفاع وکړي.

ورځپاڼې د ايران د خارجه وزير په حوالې سره وليکل: په ملي اجماع سره د برجام اېټمي موافقې له ظرفيت څخه استفاده کېدې شي.

محمد جواد ظريف د ايران د خارجه وزارت لخوا د اسلامي شورا جرګې ته د درې مياشتني رپوټ په آخر په جرګې ته په يو ليک کښې وليکل:  د يو قبول وړ موافقې ته د رسېدو لپاره د دوو کلونو له کوټلو او ستومانه کونکو خبرو اترو او د ايران د شريف ملت له حقوقو څخه د دفاع لپاره د شپږو کلونو ساډوبونکي کوشش او د موافقې له ختمېدو څخه د مخنيوي لپاره له سخت محنت نه وروسته اوس د چارو واګې تازه نفس وروڼو خوېندو ته د سپارلو په درشل کښې يوو نو د نتائجو په توګه څو تجربې او مهم ټکي وړاندې کول غواړم  يو دا چې برجام اېټمي موافقه د امريکې له امنيتي دام او ظالمانه بنديزونو څخه د خلاصي لپاره د يو عاشقانه کوشش نتيجه ده نو پکار دي چې په ملي اجماع سره د برجام اېټمي موافقې له ظرفيت څخه استفاده اوشي.

---------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال په نقل سره وليکل: له ختیځ او لویدیځ سره انډوله بهرنی سیاست د ایران د دیارلسم  حکومت له ترجيحاتو څخه دے.

د ورځپاڼې له مخې امير حسين عبداللهيان په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل:  د ایران د نوي منتخب ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په نظر کښې انډوله خارجي سیاست ، له ختیځې او لویدیځې نړۍ سره ښوځنده او فعال تعلقات او په تیره بیا ګاونډیو او اېشيائي هیوادونو ته ځانګړي کتنه د ایران د بهرني سیاست ځينې ترجيحات دي .

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي له دنیا سره رغنده تعامل او خبرې له تاوتریخوالي او دښمنۍ لرې له ټولو ملتونو سره د ملګرتیا کولو او د سولې د اثبات لپاره د ایران د ملت د ارادې نښه وبلله .

هغه له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل د چنګاښ د میاشتې درویشتمه (۲۳)نیټه مو چې د اېټمي موافقې برجام د تصویبیدو له کلیزې سره سمون خوري  له دنیا سره د رغنده تعلقاتو او خبرواترو  ورځ نومولې ده داسی ورځ چې له تاوتریخوالي او دښمنۍ څخه لرې له ټولو ملتونو سره د ملګرتیا کولو او د سولې او ثبات لپاره زمونږ  د ملت د ارادې نښه ده .

------------

اوس به د پاکستان ورځپاڼو ته لاس کړوو چې په سر کښې د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼه راخلو دغې ورځپاڼې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل: د ودې په حال کښې هېوادونو ته څلور زره درې سوه ارب ډالرو ضرورت دے، پکار دي سرمايه دار هېوادونه خپلې وعدې پوره کړي. او د ودې په حال کښې هېوادونو څخه په غېر قانوني توګه د سرمائې د منتقلېدو مخه دې اونيسي. او غلا کړې شوې سرمائې او شتمنۍ ته راستنې کړي.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان وزيراعظم عمران خان او ولسمشر ډاکټر عارف علوي د کشمير شهداو د ورځې په مناسبت په خپلو بيله بيلو پېغامونو کښې وويل، ډېر زر به د ازادۍ ورځ ووينوو. هغوي د جولائۍ د ديارلسمې نېټې شهداو ته د پېرزوينو په وړاندې کولو سره وويل د هغوي جانشينان به د هغوي لارې ته دوام ورکړي.

--------------

د اسلام آباد چاپ  دنيا ورځپاڼې بيا په خپل يو خبر کښې وليکل: د خېبرپښتونخوا په کرم سيمه کښې د ترهه ګرو په خلاف عملياتو کښې د پاکستان يو يوکېپټن او يو بل عسکر شهيدان او درې ترهه ګر هلاک کړې شول. د خبر له مخې د کېپټن باسط علي تعلق د خېبرپښتونخوا له هري پور ضلعې څخه او د عسکر حضرت بلال تعلق له اورکزۍ ضلعې سره ؤ.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د پاکستان د حکومت کابينې به يوه غونډه کښې په دغه هېواد کښې په تحريک لبيک ډلې د بنديز جاري ساتلو فېصله وکړه. په غونډه کښې د روغتيا د وزارت خاص مرستيال ډاکټر فېصل د کورونا په اړه د يو رپوټ په وړاندې کولو سره وويل په پاکستان کښې تراوسه له دوو کروړو زيات خلقو ته د کورونا وېکسين لګول شوي دي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې د پاکستان د خارجه وزير په حوالې سره وليکل: په منفي پروپېګنډو سره د افغان د صلحې په بهير کښې د پاکستان له مثبت رول څخه سترګې نه شي پټېدې. شاه محمود قرېشي وويل په افغانستان کښې د جنګ جګړو د ختمولو لپاره  ګډ اقدامات ضروري دي، هغه زياته کړه ، له افغانستان څخه د مهاجرينو په لباس کښې د پاکستان دښمنان هم راتلې شي چې مخنيوے يې پکار د ے.

---------

او دا هم د کابل  چاپ ورځپاڼې  له کابله چاپېدونکو نننیو ورځپاڼو د سولې په مذاکراتو کې د وروستیو پرمختګونو، د حامدکرزي د تېرې ورځې د څرګندونو او نورو موضوعاتو اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي. هشت صبح لیکلي، افغان حکومت د سرطان په ۲۵مه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې یو پلاوی قطر ته لېږي چې د پلاوي په ترکیب کې به د حکومت، ګوندونو او قومونو غړي وي.

ورځپاڼه لیکي، په دې وروستیو څو اونیو کې په قطر کې د طالب او افغان حکومت د استازو ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ شوی او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه یې افکار تبادله کړي.

په سرمقاله کې راغلي، دغو پرمختګونو کې دواړو خواوو د اساسي قانون د تعدیل او په دې اړه د یو ګډ کمېسیون تشکیل، د سولې نقشې لاره او د عبوري حکومت رامنځته کول دي.

د لیکوال په باور، طالبان افغان دولت د افغاني ټولنې یو واقعیت دی، د یو بل د له منځه وړلو امکان نشته، نو نه باید د سولې په خبرو او د جګړې په پای ته رسولو کې ځنډ ونه شي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، د افغان حکومت او طالبانو لوړپوړي چارواکي باید د سولې مذاکرات اصلي لارې ته هدایت کړي، افغانان تمه لري چې دواړه خواوې نه باید په خپلو خود خواهیو خلک ناهیلي کړي.

-----------

مسیر ورځپاڼې بيا د ښاغلي کرزي د تېرې ورځې څرګندونې راخیستي چې پر خلکو یې غږ کړی و، ژر به د سولې جدي خبرې پيل شي او یوې پایلې ته به ورسېږي، د ده په وینا، حالات به سم شي او د سولې خبرې به نتیجه ورکړي.

لیکوال د حامد کرزي دا خبرې هم راخیستي چې پر طالبانو او حکومت یې هم غږ کړی و چې جګړه ودروي، ځکه دا یوه پردۍ دسیسه ده او د دسیسې د شنډولو لپاره باید سوله وشي.

د مسیر په سرمقاله کې راغلي، اوس د جګړې دواړو اړخونو ته پکار دي چې هغه دسیسې درک کړي، د جګړې پرځای پر سوله تمرکز وکړي.

ورځپاڼې په يو خبر کښې  وليکل: څلور زره افغان سرتېري به د باګرام هوایي ډګر ساتي. د باګرام هوایي ډګر قومندان جنرال اسدالله کوهستاني وایي چې دغه ډګر د افغان حکومت لپاره له ځانګړي ارزښت برخمن دی او د ساتنې او امنیت لپاره یې بشپړ تدابیر نیول کېږي. دده په خبره افغان حکومت څلور زره سرتېري ددغه ستر هوایي ډګر د ساتنې لپاره ګومارلي دي. افغان چارواکي همدا راز وایي چې د بګرام هوایي ډګر ستر روغتون به ډېر ژر فعال شي او د افغان پوځ درملنه به پکې کېږي.

---------

هېواد ورځپانې بيا وليکل: ولسمشر اشرف غنی د یوې نوې امنیتی دفاعی طرحې د جوړېدو اعلام وکړ، د امنیتی وضعیت د ارزونې لپاره ولسمشرمحمد اشرف غنی پرون په مزار شریف کې له امنیتی چارواکو سره غونډه وکړه.ولسمشر غنی له ډېرو جزیاتو ورکولو پرته ووېیل، چې د درېیوو میاشتو په ترڅ کې به د هغو تهدیدونو مخه ونیول شی ،چې مهمو اقتصادی بندرونو او د ولایتونو مرکزونو ته متوجه دي.

ورځپاڼې بيا د ډاکټر عبدا... عبدا.... په نقل سره وليکل: ډېر ژر به د سولې خبرې په بله کچه پیل شی. د ملی روغې جوړې عالی شورا مشر

چې پرون په کابل کې د ملی روغې جوړې عالی شورا د ښځو کمېتې غونډې ته وینا کوله و وېیل، چې په راتلونکو درېیو څلور ورځو کې به د سولې خبرې په یوه بله کچه پیل شی.عبدالله په دغه غونډه کې زیاته کړه، چې افغان حکومت د سولې خبرو ته ژمن دی او په هېڅ صورت د دې پلوی نه دی، چې خبرې ونه کړی.نوموړی له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د ولس ملاتړ وستایه او ویې ویل: ولس چې د امنیتی ځواکونو په ملاتړ راوتلی دا کار په زور نه دی شوی، بلکې خپله یې له حکومته غوښتی او هېڅ ډول خطر نه دی.عبدالله د سولې په اړه یو ځل بیا پر مذاکراتو ټینګار وکړ او ویې ویل: طالبان چې څه غواړی د مېز سره ته یې د راوړی او له هغې وروسته به ولس د ټاکنو له لارې پرېکړه کوی، چې څوک خپل مشر ټاکی.د ملی روغې جوړې عالی شورا مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې پرون پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم په غونده کې و وېیل، چې ډېر ژر به د سولې جدی او پایله لرونکې خبرې پیل شی.

ورځپاڼه زياتوي: په ورته وخت کې ویل کېږی، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د حکومت له خوا یو لوړ پوړی پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ شی.د دې تر څنګ ناتایید شوی راپورونه دا هم وایی، چې طالبانو د اوربند په اړه نرمښت ښودلی او د ځینو شرطونو په وړاندې کولو یې منلې، چې غواړی پر اوربند خبرې وکړی.

--------

 

ټیګونه