ورځپاڼو ته کتنه 2-5-۰۰
(last modified Sat, 24 Jul 2021 08:32:19 GMT )
Jul 24, 2021 13:02 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه 2-5-۰۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو عزتمنو دوستانو بايد عرض وکړوو چې په ايران کښې د اختر د ورځو او لاک ډاؤن په وجه د تعطيلاتو په وجه ورځپاڼې نه دي چاپ شوې نو غواړو چې نن بهرنيو ورځپاڼو ته يوه کتنه وکړوو نو ښه ده پام ورته وکړئ.

په سر کښې هم د پاکستان د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼه راخلو. دغې ورځپاڼې د دغه هېواد د وزيراعظم له قوله وليکل: د هند ترکنټرول لاندې کشميري ولس دې همت نه بائيلي او له صبر نه دې کار واخلي، د هغوي آزادي نزدې ده او ورته به اختيار ورکړې شي چې پاکستان يا هند سره يوځاے کېدل غواړي يا ازاد.

عمران خان زياته کړه چې د کشميريانو لپاره به دوه رېفرېنډمه ترسره کيږي په اول رېفرېنډم کښې به له هغوي پوښتنه کيږي چې پاکستان يا هند سره يوځاے کېدل غواړي او په بل رېفرېنډم کښې به ترې پوښتنه کيږي چې له پاکستان سره يوځاے کېدل غواړي او که آزاد هېواد غواړي.

هغه زياته کړه يو رېفرېنډم به ملګري ملتونه کوي او بل به د پاکستان حکومت.

ورځپاڼې بيا د پاکستان د خارجه وزارت په حوالې سره وليکل، د اسرائيلي سپائي وئير له لارې د وزيراعظم عمران خان او نورو چارواکو د جاسوسۍ په تور دې ملګري ملتونه د هند د حکومت په خلاف اقدام وکړي.

د پاکستان د خارجه وزارت د دفتر وياند خبردارے ورکړ چې پاکستان به د هند د غلطه رويې په خلاف به  نړيوالو ادارو کښې شکايت وکړي.

جنګ ورځپاڼې بيا د پاکستان پيپلز ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري له قوله وليکل: د کشمير فېصله د کشميريانو حق دے د اسلام آباد، نوي ډيلي يا رائ ونډ ډېکټېشن نه قبلوو. هغه وويل د کشمير په سر به د سازباز اجازه ورنکړې شي.

جنګ ورځپاڼې بيا د بهرنيو خبرونو په برخه کښې وليکل، امريکې د افغان حکومت په غوښتنه د طالب ډلې په سنګرونو بمبارۍوکړې.ورځپاڼې  بيا د طالب ډلې له قوله وليکل، اشرف غني حکومت دې استعفا ورکړي او د نوي حکومت د جوړېدو په باره کښې د مختلفو لورو د قبول وړ خبرو اترو په صورت کښې دغه ډله وسلې په زمکه اېښودو ته تياره ده.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، افغان امنيتي ځواکونو د هرات ولايت کرخ ولسوالي د طالبانو له قبضې ازاده کړه.په عملياتو کښې پينځلس طالبان مړۀ او شل تنه نور ژوبل شول.

جنګ ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د سعودي په آرامکو تېل کمپنۍ باندې سائبري حمله شوې او هېکرانو د ډېټا د ډيلېټ کولو لپاره د پينځه کروړه ډالرو مطالبه وکړه، د خبر له مخې سعودي چارواکو هم د ډېټا په ليک کېدو اعتراف کړے دے.

-------------

د پاکستان د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې د پاکستان د ولسمشر په نقل سره وليکل، افغانانو ته د خپل برخليک فېصله په خپله پکار ده.

ډاکټر عارف علوي وويل: په افغانستان کښې پائېداره امن او ثبات د سيمې د ترقۍ او خوشحالۍ لپاره ضروري چاره ده. هغه زياته کړه افغانستان نن سبا له سخت دورانه تېريږي پکار دے ټول لوري د ولس د جوړولو لپاره ګډ فعاليت وکړي. هغه په خپله ټيلي ويژني وېنا کښې تاکيد وکړ چې په کشمير او فلسطين کښې په مسلمانانو ظلم کيږي او ډېره زر ده چې دنيا به د اخلاقياتو په بنياد فېصلې کوي او مسلمانان به د ټولې دنيا مشري کوي.

ورځپاڼې د سعودي سرچينو له قوله وليکل، له تېرو څو ورځو راهسې د سختو بارانونو له امله په جيزان صوبه کښې په سلګونو ماران له زمکې راووتل. چې دغې چارې په خلقو کښې سخته ويره اچولې ده.

--------------

دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې : کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې په افغانستان کې د وروستيو ولسي پاڅونونو د لړۍ دوام او د افغانستان او امريکا د ملګرتیا په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړي دي.

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، که طالبان خپله جګړه نه دروي نو ولسي پاڅونونه د دې توان لري چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي.

ليکوال ليکي، له نن څخه شپږ کاله وړاندې طالبان يوازې څو ولسواليو ته محدود و، خو له امريکا سره تر خبرو وروسته او د امريکا په غير مستقيم ملاتړ اوس دغه ډله د ټول افغانستان د نيولو فکر په سر کې لري، خو د سرمقالې په باور اوس وخت له شل کاله مخکې سره ځمکه او اسمان فرق کوي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې شل يا پنځويشت کاله مخکې چې طالبان راغله په خلکو يې هر څه ومنل خو اوسنی نوی نسل دا هر څه نه مني.

د ليکوال په خبره، اوس طالب له ولس سره مخامخ دی او ولس يې پر وړاندې وسله پورته کړې.

---------

هشت صبح ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې د عراق او افغانستان حالت د ولسي پاڅون کوونکو په برخه کې تقريباً ورته والی لري.

د سرمقالې ليکوال ليکلي، هغه مهال چې امريکا له عراق ووتله په هغه هېواد کې ولسي خلکو د داعش او يو شمېر نورو وسله والو ډلو سره د جګړې لپاره وسله پورته کړه.

په سرمقاله کې وړاندې ليکل شوي، خو تفاوتونه هم شته او هغه دا چې په عراق کې ولسي پاڅون کوونکي يو مشر او د يو کس تر امر لاندې مخکې روان و، خو دلته په افغانستان کې هر جهادي مشر او هر شتمن يو ډله جوړه کړې او وسله يې ورته ورکړې ده.

لیکوال وړاندې لیکلي:

په عراق کې هغه مهال چې ولسي پاڅونونه رامنځته شول له ديني اړخه د ‌علماوو ترڅنګ ان حکومتي چارواکو هم د خلکو د دې راټولېدنې برخه کې پوره همکاري وکړه، خو افغانستان کې داسې څه نشته.

-----------

هېواد ورځپاڼې بيا د خپلې انټرنټي پاڼې په سر کښې د افغان ولسمشر له قوله وليکل: د وضعیت بدلون ته پلان لروو.

جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمداشرف غنی د ځانګړو عملیاتو قول اردو څخه د لیدنې پر مهال د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

په پیل کې بریدمل شېراجان او بریدمل محمد عمر د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او وې وېیل: ځانګړی ځواکونه عالی انګېزه، مورال او ظرفیت لری او په هر ډول شرایطو کې د نظام، جمهوریت، هېواد او ولس څخه دفاع کولی شی.دوی ووېیل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د خپلې وینې تر وروستی څاڅکی یې ساتنه زموږ ملی وجیبه او دنده ده.جمهوررییس د هغوی د غوښتنو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل: ستاسو په سرښندنو او زړورتیا ویاړم او په خپله مېړانه مو د دښمن ملا ماته کړې ده.هغه وویل: د طالبانو جګړه دینی او ملی مشروعیت نه لری او له دریو تر شپږو میاشتو زموږ ټول تمرکز د اوسنی وضعیت په مدیریت دی او د ځانګړو پلانونو او برنامو پر اساس به لا زیات مثبت بدلون ومومی. جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې اړوندو مسوولینو ته دنده وسپارله ،چې د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې وڅېړی او په اړه یې لازم اقدامات وکړی.

ورځپاڼې د افغانستان کورنیو چارو سرپرست له قوله وليکل، چې په هېواد کې د وروستیو جګړو پر مهال ۳ زره او ۵۰۰ وسله وال طالبان وژل شوی دی.د کورنیو چارو وزارت د د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې جنرال عبدالستار میرزکوال دغه موضوع د ۳۴ ولایتونو د امنیتی وضعیت ارزونې په موخه په ویډیوی کنفرانس کې مطرح کړه.د خبرپاڼې له مخې میرزکوال په خپلو خبرو کې ووېیل ،چې په وروستیو څو اوونیو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د جګړو پر مهال وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتی دی. د هغه پر وینا په دې جګړې کې ۳ زره او ۵۰۰ وسله وال طالبان وژل شوی ،چې له دې ډلې د یو زرو ۵۰۰ هغو جسدونه له هېواده بهر لېږدول شوی دی.

---------

او دا هم مسير ورځپاڼه چې په يو خبر کښې يې وليکل: په واشنګټن او لندن کې ؛ لسګونه افغانانو د پاکستان په ضد لاریون کړے دے.

د ورځپاڼې په قول دغه لاریون کوونکي وایي پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې خپلو نارواوو ته د پای ټکی کېږدي او ژر تر ژره دې په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه ختمه کړي. دوی ویل چې پاکستان په مستقیمه توګه په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا دی او نړیوالو ته په کار ده چې د پاکستان پر دغه کړنو سترګې پټې نه کړي.

ورځپاڼې بيا د هندي رسنيو له قوله وليکل، په هند کې د مهاراشترا ایالت په یوې لرې پرتې ولسوالۍ کې د موسمي بارانونو نه وروسته ځمکه ښویدلې. په پیښه کې ۳۶ تنه مړه شوي او شاوخوا ۴۰ نور تري تم دي. د ژغورنې ډلې وایي لسګونه تنه د خاورو خځلو لاندې ګیر پاتې دي او هغوی کوښښ کوي چې ویې ژغوري. د هند سمندري او هوایي ځواکونه هم د ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري خو دا چې د ګوا او ممباۍ د ښارونو تر منځ لویه لاره د ځمکې ښویدنې په خاطر بنده شوې، د ژغورنې عملیات یې هم ستونزمن کړیدي. مسؤلین وایي چې د مهاراشترا د ایالت په یو شمیر سیمو کې په پرله پسې توګه ۲۴ ساعته باران وریدلی. د زیات ورښت له وجې پدې ایالت کې د واشیشتي سیند اوبه پورته شوې او ګڼ شمیر سړکونه او د خلکو کورونه یې د اوبو لاندې کړل.

------

 

ټیګونه