بي بي سي ټیلي ويژن جعلي خبرونه خپروي
Jul 29, 2021 23:53 Asia/Kabul
فرانسې خبري اژانس وايي چین پرون بي بي سي ټیلي ويژن چینل د چین په مرکز کښې د ورانونکي سیلاب د خبري پوښښ په هکله د جعلي خبرونو په خپرولو تورن کړ .
د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند ژائو لیجیان د انګلستان بي بي سي ټیلي ويژن چینل د جعلي خبرونو د خپرولو شرکت وباله کوم چې د خپلو خبرونو د پوښښ په څرنګوالي کښې په جدي ډول د خبریالۍ له معیارونو منحرف شوی دی .
هغه وویل بي بي سي ټیلي ويژن د چین په خلکو کښې د عمومي محبوبیت وړتیا نلري .
د چین د خارجه وزارت دغه پراخ غبرګون وروسته له دې راځي چې بې بي سي ټیلي ويژن څه موده مخکې له پیکینګ څخه غوښتي وو چې د دغه ټیلي ويژن د خبریالانو ازارولو او ځورول بند کړي .
ټیګونه