امریکا په عراق او سوریې کښې زرګونو خلک وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i103988-امریکا_په_عراق_او_سوریې_کښې_زرګونو_خلک_وژلي
د امریکا ریسپانسیبل سټیټ کریک (responsible state crack) اینټرنیټ پاڼې پرون په یوه (۱) راپور کښې وویل د امریکا تر مشرۍ لاندې د داعش پرضد د تش په نامه نړیوال ائتلاف له دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کال څخه تراوسه پورې په عراق او سوریې کښې څه دیارلس زره او یوسل نوي (۱۳۱۹۰) ښاریز وژل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2021 07:10 Asia/Kabul
  • امریکا په عراق او سوریې کښې زرګونو خلک وژلي

د امریکا ریسپانسیبل سټیټ کریک (responsible state crack) اینټرنیټ پاڼې پرون په یوه (۱) راپور کښې وویل د امریکا تر مشرۍ لاندې د داعش پرضد د تش په نامه نړیوال ائتلاف له دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کال څخه تراوسه پورې په عراق او سوریې کښې څه دیارلس زره او یوسل نوي (۱۳۱۹۰) ښاریز وژل شوي دي .

امریکا په تیرو کلونو کښې په ځلونو له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په سوریې او عراق کښې په ملکي خلکو بریدونه کړي دي .

د امریکا ائتلاف د دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کال له اګست میاشتې راهسې تراوسه په سوریې او عراق کښې څه د پاسه څلوردیرش زره (۳۴۰۰۰) بریدونه کړي دي .

دداعش پرضد د تش په نامه ائتلاف د امریکا د  پخواني ولسمشر باراک اوباما د حکومت  په وخت کښې په عراق او سوریې کښې له دیره ترهګرو ډلو سره د مبارزې په ادعا سره جوړ شو .

خو د رسمي راپورونو پراساس امریکا او د هغه لویدیځ  او عرب متحدان د داعش په شمول د ترهګرو ډلو اصلي جوړوونکي او ورسره  مالي او وسله وال مرسته کونکي هیوادونه ګڼل کیږي .