ملګرو ملتونو د افغانستان حالات اندیښمن وبلل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104070-ملګرو_ملتونو_د_افغانستان_حالات_اندیښمن_وبلل
الجزیره ټیلي ويژن راپور ورکړ په بشر دوستانه او انساني چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال اسټیفان ډوجاریک په افغانستان کښې د حالاتو د خرابیدا په هکله سخته اندیښنه څرګنده کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2021 08:00 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتونو د افغانستان حالات اندیښمن وبلل

الجزیره ټیلي ويژن راپور ورکړ په بشر دوستانه او انساني چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال اسټیفان ډوجاریک په افغانستان کښې د حالاتو د خرابیدا په هکله سخته اندیښنه څرګنده کړه .

اسټیفان ډوجاریک د افغانستان د حالاتو په هکله په بشر دوستانه او انساني چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي د مرستیال مارټین  ګریفیتس د اندیښنې د څرګندولو په ترڅ کښې وویل یوازې په تیره میاشت کښې په هلمند ، قندهار او  هرات ولایتونو کښې د ملکي وګړو پرضد په ړندو حملو کښې څه د پاسه زر (۱۰۰۰) کسان مړه او ژوبل شوي دي .

اسټیفان ډوجاریک زیاته کړه مارټین ګریفیتس ټول لوري د بشري حقوقو او د بشر دوستانه قوانینو پراساس په خپلو ژمنو عمل کولو ته وروبلل او په دغو ژمنو کښې د ملکي وګړو د ملاتړ په زمینه کښې  د هغوې مسولیت او اړمنو خلکو ته د غیر پوځي موسسو د لاسرسي تضمین شامل دی .

د ملګروملتونو د سرمنشي استازي اسټیفان ډوجاریک ټینګار وکړ په افغانستان کښې جنګ تراوسه کابو څلویښت زره (۴۰۰۰۰) کسان وژلي دي او دغه جنګ باید بند شي .

په تیرو څو اونیو کښې طالبانو د افغانستان ډیرې سیمې له حکومتي عسکرو نیولي دي او دغه کار ته یې اوس هم دوام ورکړی