جرمني اټومي خبرو ته د ایران د بیرته ستنیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104152-جرمني_اټومي_خبرو_ته_د_ایران_د_بیرته_ستنیدا_غوښتنه_وکړه
فارس خبري اژانس وايي د جرمني خارجه وزیر هایکو توماس پرون له اټومي تړون د امریکا په غیرقانوني ډول وتلو او د دغه نړیوالې موافقې په وړاندې د اروپايي هیوادونو د ژمنو ماتولو ته له اشارې پرته له ایرانه وغوښتل تر هغه ځایه چې امکان لري زر تر زره په ویانا کښې د اټومي تړون د احیا کولو خبرو ته ورستون شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2021 00:49 Asia/Kabul
  • جرمني اټومي خبرو ته د ایران د بیرته ستنیدا غوښتنه وکړه

فارس خبري اژانس وايي د جرمني خارجه وزیر هایکو توماس پرون له اټومي تړون د امریکا په غیرقانوني ډول وتلو او د دغه نړیوالې موافقې په وړاندې د اروپايي هیوادونو د ژمنو ماتولو ته له اشارې پرته له ایرانه وغوښتل تر هغه ځایه چې امکان لري زر تر زره په ویانا کښې د اټومي تړون د احیا کولو خبرو ته ورستون شي .

هغه وویل جرمني هیله لري ایران زر تر زره د ویانا په خبرو کښې ګډون وکړي .

د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس ادعا وکړه مونږ نه غواړو هغه څه چې تراوسه مو  د ویانا په خبرو کښې لاس ته راوړي دي په خطر کښې واچوو خو نشو کولای د تل لپاره خبرو ته دوام ورکړو .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د ویانا د مذاکراتو  د بیا پیلیدا په هکله د یوې (۱) پوښتنې په ځواب کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ایران هیڅکله د ویانا خبرې نه دي پریښودلي وویل په ایران کښې په ډیموکراټیک ډول د قدرت د انتقال یو(۱) بهیر ترسره شوی او  دغه بهیر به په مرکچي ډلې کښې د احتمالي بدلونونو سبب شي .

په اټومي خبرو کښې د ایران د پلاوي مشر او د خارجه وزیر مرستیال عباس عراقچي هم څه موده مخکې وویل روښانه ده چې د ویانا خبرې اترې باید په ایران کښې د نوي حکومت په تمه ووسي او دا د هرې ډیموکراسۍ غوښتنه ده .