په افغانستان کې دطالبانو حملې تر خطرناک حده  رسیدلي دي  
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104200-په_افغانستان_کې_دطالبانو_حملې_تر_خطرناک_حده_رسیدلي_دي
هغه څه چې  په دغه هیواد کې  روان دي ،په افغانستان کې د امریکا دشل کلن پوځي شتون نتیجه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2021 02:10 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دطالبانو حملې تر خطرناک حده  رسیدلي دي  

هغه څه چې  په دغه هیواد کې  روان دي ،په افغانستان کې د امریکا دشل کلن پوځي شتون نتیجه ده .

ایرنا خبری آژانس راپور روکړ ، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  پرون ناوخته  په کریمه ټاپو وزمه کې په یوه کلتوري سیمنار کې دګډون  ترڅنګ  په یولړ څرګندونو کې  په افغانستان کې د طالبانوډلې  د حملو د دوام په باب  په خبرداري ورکولو سره وئیلي دي ،هغه څه چې  په دغه هیواد کې  روان دي ،په افغانستان کې د امریکا دشل کلن پوځي شتون نتیجه ده .

    له افغانستانه د امریکائي او ناټو ځواک د ویستلو د مهال ویش له اعلانیدا سره په یووخت د طالبانو پرمختګونه دسیمې د هیوادونو داندیښنو لامل شوي  او  په افغانستان کې  ئې بې ثباتي اوویره اووحشت  زیاتیدا ته لمن وهلې ده . امریکا  په افغانستان کې  دخپل ناکام شل کلن پوځي شتون سره سره  د طالبانو په ځپلو کې پاتې راغلې او  ددغه شل کلن پوځي شتون  نتیجه  په د غه هیواد کې  دترهه ګرۍ ، جنګ جګړو ،تاؤتریخوالی ، بې ثباتۍ  او دلسګونو زره  عامو خلکو له وژلو پرته بل هیڅ  نه دي .