پنجشیر دره کښې د طالبانو پرضد جبهه جوړه شوي ده
اوا خبري اژانس راپور ورکړ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي د طالبانو په مقابل کښې مقاومت په پنجشیر دره کښې د پخواني ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال امر الله صالح او د احمد شاه مسعود د زوي احمد مسعود تر مشرۍ لاندې متمرکز شوی دی .
سرګي لاوروف وویل ټول افغانستان د طالبانو په لاس کښې نه دی او زیاته یې کړه له پنجشیر سیمې داسې راپورونه ترلاسه شوي دي کوم چې د احمد مسعود او د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال امر الله صالح په چورلیزتوب سره د مقاومت د بڼه د خپلیدا او د تمرکز ښودنه کوي .
د روسیې د خارجه وزیر سرګي لاوروف دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د جهاد د وخت د ارواښاد قومندان احمد شاه مسعود زوي احمد مسعود په واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کښې د مقالې په خپرولو سره له لویدیځو هیوادونو څخه له طالبانو سره د مبارزې لپاره مرسته غوښتي وه .
احمد مسعود په دغه مقالې کښې لیکلي وو مهمه نه ده چې څه رامینځته کیږي او مونږ به له پنجشیر سیمې د افغانستان د ازادۍ د اخري سنګر په توګه دفاع وکړو .
احمد مسعود په دغه مقالې کښې ویلي د خپل پلار احمد شاه مسعود لارې ته د دوام لپاره چمتو دی او خبرداری یې ورکړ د طالبانو تر کنټرول لاندې به افغانستان د ترهګرو لپاره په یوه (۱) مرکز بدل شي او طالبان به نه یوازې د افغانستان د خلکو لپاره بلکې د ټولې دنیا لپاره په یوه (۱) مشکل بدل شي .