پر طالبانو دباؤنو سره د افغانستان بحران نه حل کیږي
د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست د کمیشن مشر جوزف بورل په همداوروستیو کې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که په زوره قدرت ترلاسه کړي ، نو په نړیوال ډګر کې به منزوي شي او اروپائي اتحادیه باید له طالبانو سره خبرې وکړي ، ځکه دوي په جنګ کې بریالي شوي دي
روئيټرز خبری آژانس راپور ورکړ ، د چین د خارجه وزارت ویندوي وانګ ونبین بیګا په بیجینګ کې په خبري کنفرانس کې د طالبانو په ضد د بندیزو د اعمالولو په باب د انګلستان د وړاندیز په غبرګون کې ووئيل ، نړیواله ټولنه باید د افغانستان وضعیّت ښه کړي ،څو ترقي وکړي .
وانګ ونبین زیاته کړې ده ، افغانستان یو خپلواکه هیواد دی او امریکا او متحدان ئې باید په دغه هیواد کې د شوروي له تراخې تجروبې درس واخلي او په افغانستان کې دې په احتیاط سره عمل وکړي .
انګریز لومړي وزیر بورس جانسن وئيلي دي ،د جي اوه ډلې په سرمشریزې کې د افغانستان په بحران مهمې فیصلې کوي . انګریزان مدعي دي ، طالبان د بشری حقوقو خلاف ورزي کوي او د افغانستان خاوره د ترهه ګرو لپاره د امن پټنځاي په توګه په نظر کې نیول شوې ده .
په دغه راپور کې وئيل شوي دي ، دجي اوه ډلې مشرانو په بیګانۍ ناستې کې په دې غور کړ ی ، چې د اګست تر یودیرشمې وروسته به د بهرنیو عسکرو برخلیک څه وي او د افغانستان د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې یا نه پيژندنې په باب څه وکړي .؟
د اروپائي اتحادئې د بهرنی سیاست د کمیشن مشر جوزف بورل په همداوروستیو کې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که په زوره قدرت ترلاسه کړي ، نو په نړیوال ډګر کې به منزوي شي او اروپائي اتحادیه باید له طالبانو سره خبرې وکړي ، ځکه دوي په جنګ کې بریالي شوي دي
له دې سره په یووخت بیجینګ او ماسکو هم له افغانستانه د امریکائي عسکرو له وتلو رووسته له طالبانو سره خپل تماسونه ټينګ کړي دي ،که څه هم د طالبانو حکومت ئې په رسمیّت نه دی پيژندلی ،خو دغې ډلې ډاډ دورکړی چې د ددوي سفارتونو امنیت تضمینوي .
داپه داسې حال کې دي چې په ملګروملتو کې د چین استازي چن شو بیګا په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، امریکا ، انګلستان ، آسټریلیا او نورو متحد هیوادونه باید په افغانستان کې د خپلو پوځیانو په وسیله د بشری حقوقو د خلاف ورزیو په وړاندې ځواب ووائي ځکه په ډيرو موردونو کې د دوي دانساني حقوقو خلاف ورزۍ ثابتې شوي دي .