د روسیې سل هیلي کوپټرونه د طالبانو لاس ته ورغلي
زمونږ خبریال راپور راکړی روسیې وویل طالبانو ته چې اوس په کابل واکمن شوي دي د ماسکو جوړ سل (۱۰۰) هیلي کوپټرونه او نورې وسلې هم لاس ته ورغلي دي .
په دې هکله د روسیې د وسلو د صادرولو د حکومتي ادارې مشر وویل په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنیدا په وخت د دغه ډلې لاس ته روسیې جوړ سل (۱۰۰) هیلي کوپټرونه ورغلي دي چې په بیلابیلو برخو کښې استعمالیږي .
ویل کیږي د روسیې دغه سل (۱۰۰) هیلي کوپټرونه چې ایم ايي اولس(GM-17) ټرانسپورټي ایرکرافټ بلل کیږي امریکا د افغانستان د وسله والو ځواکونو لپاره له ماسکو څخه په پیسو اخیستي وو .
له روسیې څخه د د غو هیلي کوپټرونو د اخیستلو وجه دا وه چې دغه هیلي کوپټرونه د امریکا جوړ یو ایچ شپیته (uh60) ډوله هیلي کوپټرونو په مقابل کښې ډير ارزانه دي او الوت یې هم ډیر اسان دی .
خو د روسیې د وسلو د صادرولو د ادارې مشر وویل طالبان په لوړه سویه د روسیې دغه جوړ هیلي کوپټرونه نشي استعمالولی ځکه چې هغوې د دغو هیلي کوپټرونو مرمت کولو او پرزو ته لاسرسی نلري .