فرانسه له طالبانو سره په خبرواترو بوخته ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104902-فرانسه_له_طالبانو_سره_په_خبرواترو_بوخته_ده
 آمانویل ماکرون  زیاته کړې، فرانسه همداراز له قطر سره هم خبرې کوي ، چې  له افغانستانه د ځواکونو د ویستلو  لپاره  کومه لاره برابره کړئ شي ،که څه هم  تر دې دمه  هیڅ شی قطعي نه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2021 08:10 Asia/Kabul
  • فرانسه له طالبانو سره په خبرواترو بوخته ده

 آمانویل ماکرون  زیاته کړې، فرانسه همداراز له قطر سره هم خبرې کوي ، چې  له افغانستانه د ځواکونو د ویستلو  لپاره  کومه لاره برابره کړئ شي ،که څه هم  تر دې دمه  هیڅ شی قطعي نه دی .

روئيټرز خبری آژانس  راپور راکړ،  د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون  چې همدااوس  دبغداد په غونډې کې   دګډون لپاره عراق ته تللی ، وئيلي دي ،په افغانستان کې  د انساني وضعیّت په باب له طالبانو سره   دخبرواترو او  له دغه هیواده د لازیاتو کسانو د ویستلو  احتمال   شته .

 آمانویل ماکرون  زیاته کړې، فرانسه همداراز له قطر سره هم خبرې کوي ، چې  له افغانستانه د ځواکونو د ویستلو  لپاره  کومه لاره برابره کړئ شي ،که څه هم  تر دې دمه  هیڅ شی قطعي نه دی .

 د فرانسې د ولسمشر  څرګندونې  په داسې حال کې  مطرح کیږي، چې  دفرانسې حکومت  دجمعې په ورځې وئيلي دي ، چې  له کابله د کارکونکو دویستلو عملیات   له ټاکل شوي مهال ویش په اساس  پاي ته رسیدلي دي ، خو  له هغو کسانو سره مرسته چې له افغانستانه  د وتلو لپاره  ملاتړ ته اړتیا لري ، دوام ورکوي .

له بل پلوه  د انګلستان دپوځ عمومي قوماندان  جنرال نیک کارټر هم وئيليدي ،  دخوښې وړ کسانو دمنتقلولو  عملیاتو په ختمیدا سره  ئې  له افغانستانه د نظر وړ ټول کسان ونه ویستل شول .البته  ددغو کسانو ویستل بیا هم په نظر کې لري .