په افغانستان کې د طالبانوپه رسمیّت پيژندل له شرائطوسره اړونده دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105050-په_افغانستان_کې_د_طالبانوپه_رسمیّت_پيژندل_له_شرائطوسره_اړونده_دي
د اروپائی اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل هم نن په یولړڅرګندونو کې چې په نیویارک ټایمز ورځپاڼې کې  خپرې شوي،د  افغانستان بدلونونه او د امریکا فیصله ئې  د اروپا لپاره  ځير ووسئ چغه بللې ده . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2021 12:05 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د طالبانوپه رسمیّت پيژندل له شرائطوسره اړونده دي

د اروپائی اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل هم نن په یولړڅرګندونو کې چې په نیویارک ټایمز ورځپاڼې کې  خپرې شوي،د  افغانستان بدلونونه او د امریکا فیصله ئې  د اروپا لپاره  ځير ووسئ چغه بللې ده . 

فارس خبری آژانس راپور ورکړ   د  سپينې ماڼۍ  ویندوئې جن ساکي  بیګا په یوه خبري کنفرانس کې ادعا کړې ، امریکا د افغانستان د نوي حکومت په توګه  دطالبانو ډلې  په رسمیّت پيژندلو  لپاره هیڅ بیړه نه لري . 

 داپه داسې حال کې دي ، چې  دامریکا ولسمشر جوزف بایډن او دهغه حکومت  په افغانستان  کې د اشرف غني د حکومت  له نسکوریدا  او د طالبانو  په ولکې پسې ،  له افغانستانه د غیر مسئولانه او بیړناک وتلو لپاره د ډيموکراټانو پر حکومت سختې نیوکې زیاتې شوي دي او په وروستیو شپو ورځو کې  ئې هم په کابل هوائي ډګر کې په چاودنو کې  دیارلس امریکائي پوځیان وژل شوي او اتلس نور ټپيان شوي دي  چې دې چارې هم  امریکایان سربداله کړي دي .

امریکا او دهغې متحدانو په داسې حال کې  له افغانستانه شاتګ کړی  چې دغې لښکر کشۍ د ترهه ګرۍ ،  جنګ ، تاؤتریخوالي ، بې ثباتۍ  او ناکرایو له زیاتیدا او دغه راز د لسګونو زره  پرته  بله هیڅ نتیجه  نه ده ورکړې  او ډیری خلک ، سیاستوالان او غوره شخصیّتونه  د افغانستان د اوسني  وضعیّت اصلي  مسئول  په دغه  هیواد کې  د امریکا ماته خوړلي سیاستونه  ګڼي .

Image Caption

 

داپه داسې حال کې دي چې  د اروپائی اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل هم  نن په یولړ څرګندونو کې  چې په نیویارک ټایمز  ورځپاڼې کې  خپرې شوي،د  افغانستان  بدلونونه  او  دامریکا فیصله ئې  د اروپا لپاره  ځير ووسئ چغه بللې ده .  بورل  په دغه یاددښت کې  لیکلی دي ، دافغانستان پیښې بوږنونکي وې ،خو اروبا باید  په یوه توانمن متحد  د بدلیدا لپاره ،  له سټراټژيک اړخ څخه  دفکري او عملي توان پرپراختیا اوپر امنیتی توان پانګونه وکړي .

بورل   د اروپادفاعي بودجې ته په اشارې سره هم ووئیل ، په راتلونکو شپږو کلونو کې به  دغه بلاک  په دې زمینې کې د اته  میلیارډ یورو  په ارزښت سره پانګونه وکړي . هغه  په افغانستان کې د لویدیځ د نفوذ دساتنې لپاره  د راتلونکو پروګرامونو په باب  هم مدعي شو ، باید  د افغانستان له ولس څخه په تیره بیا  ددغه هیواد  له میرمنو ،انجونو اولږکیو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.