په راتلونکې کې هوائي بریدونه له طالبانوسره همغږه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105070-په_راتلونکې_کې_هوائي_بریدونه_له_طالبانوسره_همغږه_کوو
له دې مخکې د امریکا دفاع وزیر هم وئيلي وو، ممکنه  له طالبانو سره د دوي د هوائي بریدونو دغږملتیا په باب  خبرې وشي  او  له طالبانو سره  به اړیکې هاله ټینګوي چې د  امریکائی ملت په ګټه وي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 02, 2021 07:55 Asia/Kabul
  • په راتلونکې کې هوائي بریدونه له طالبانوسره همغږه کوو

له دې مخکې د امریکا دفاع وزیر هم وئيلي وو، ممکنه  له طالبانو سره د دوي د هوائي بریدونو دغږملتیا په باب  خبرې وشي  او  له طالبانو سره  به اړیکې هاله ټینګوي چې د  امریکائی ملت په ګټه وي .

زمونږخبریال راپور راکړ د امریکا ئې پوځ لوي درستیز جنرال مارک میلي بیګا په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي، دا ممکنه ده چې متحد ایالات   په افغانستان کې په راتلونکي کې د ترهګرۍ پرضد هوایي بریدونه له طالبانو سره همغږه کړي.

راپور ښئ جنرال مارک میلي پرون دوه ورځې  له دې وروسته  چې وروستی امریکائي پوځي له افغانستانه ووت ،په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، کیدای شي چې د داعش او نورو ترهګرو وسله والو پر ضد له طالبانو سره هوایي بریدونه همغږه شي.

مارک میلي زیاته کړې ،  تراوسه سخته ده چې د طالبانو په اړه وړاندوینه وشي او دا هم معلومه نه ده چې دا  بې رحمه  ډله بدلېږي که نه بدلېږي.

 د اپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې د امریکا دفاع وزیر هم وئيلي وو، ممکنه  له طالبانو سره د دوي د هوائي بریدونو دغږملتیا په باب  خبرې وشي  او  له طالبانو سره  به اړیکې هاله ټینګوي چې د  امریکائی ملت په ګټه وي .