امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i105472-امنیت_شورا_د_افغانستان_په_اړه_غونډه_وکړه
رویټرز خبري اژانس وايي د افغانستان په هکله د امنیت شورا په غونډې کښې ګډون کونکو هیوادونو وویل ملګري ملتونه باید له دغه هیواد سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 10, 2021 09:06 Asia/Kabul
  • امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړه

رویټرز خبري اژانس وايي د افغانستان په هکله د امنیت شورا په غونډې کښې ګډون کونکو هیوادونو وویل ملګري ملتونه باید له دغه هیواد سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي .

په ملګروملتونو کښې د چین د سفیر مرستیال ګینګ شوانګ په دغه غونډې کښې  د افغانستان د باندې د دغه هیواد د شتمنیو تړل کیدا او کنګل کیدا ته په اشارې سره وویل دغه پیسې باید د افغانستان لپاره مصرف شي نه دا چې د طالبانو پرضد د ګواښ لپاره د یوه (۱) اړم په توګه .

په ملګروملتونو کښې د روسیې استازي واسیلي نببزیا هم د افغانستان د خلکو په ګټه د دغه هیواد د شتمنیو د کنګل کیدا ختمیدا ته اشاره وکړه .

په ملګروملتونو کښې د هندوستان دائمي استازي« ټي ایس تیروموتي» هم د افغانستان د ماشومانو د غوښتنو او د لږکیو د حقوقو د ساتلو پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل مونږ د افغانستان د خلکو د ضرورتونو د سمدستي او اړینې تامینیدا لپاره د نړیوالو مرستو او ملګروملتونو او د هغه نورو ادارو ته له چون او چرا پرته د لاسرسي غوښتنه کوو .

په عین حال کښې د بریکس ډلې پینځو (۵) غړیوهیوادونو هم  وړمه ورځ د نورو هیوادونو پرضد د حملو لپاره د افغانستان له خاورې د استفادې لپاره د بیلابیلو ترهګرو ډلو د هڅې د مخنیوي او په افغانستان کښې د سولې او د ثبات د تضمین لپاره په هیواد کښې د جامعو خبرو اترو د له سره پیلیدا غوښتنه وکړه .

په ملګروملتونو کښې د امریکا د استازي  مرستیال «جیفرې ډلارنتیس» هم د امنیت شورا په غونډې کښې وویل که چیرې طالبان خپلو ټولو ژمنو ته پاې بند ووسي په افغانستان او سیمه کښې ډیر ثبات ټینګیږي .

د افغانستان څه د پاسه لس (۱۰) میلیارډه ډالره شتمنۍ په خارجي هیوادونو کښې ساتل کیږی او دا د طالبانو پرضد د دباو یو(۱) اړم دی .

د امریکا  خزانې وزارت ویلي دي چې د طالبانو پرضد بایکاټونو نه ختموي او نړیوال مالي نظام ته په لاسرسي باندې اعمال شوي محدودیتونه به کم نکړي .