له عراق څخه د امریکا یو کاروان سوریې ته ورسید
ایرنا خبري اژانس وايي د عربو خبري سرچینو راپور ورکړ د امریکا د نیواکګرو ځواکونو یو(۱) کاروان د عراق په کردستان کښې له الولید غیر قانوني لارې په تیریدا سره سوریې ته ورغلی دی .
د سوریې د ځايي سرچینو د راپور پراساس د امریکا په دغه کاروان کښې چې د امریکا د متحد په توګه د سوریې د ډیموکراټیک ځواکونو په نوم د ډلې د یوه(۱) پوځي ګاډي په هدایت سره روان و د ګاډو وړونکي ټریلې ، پوځي تجهیزات ، او دغه راز د امریکا د الوتکو لپاره د مخصوصو سونګو څو ټانکرونه او د لاجیسټیکي موادو ټرکونه شامل وو .
د امریکا دغه پوځي کاروان د سوریې القامشلي ښار ته رسیدلی دی.
د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف ته اړونده پوځيان د سوریې د تیلو د غلا کولو او د دغه هیواد د خلکو د کلابندۍ په دوام کښې د سوریې په ختیځ کښې د خپلو ځواکونو د پیاوړي کولو په حال کښې دي .
په سوریې او عراق کښې له ترهګرو ډلو په تیره بیر داعش او جبهه النصره سره زیاتې مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې امریکا ، بریتانیا ، فرانسه ، سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ، ترکیه ، اردن ، اسرائیل او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي .