درې اروپايي هیوادونه د اټومي تړون احیا ته پاې بند دي
ایرنا خبري اژانس وايي د اټومي تړون دریو (۳) غړیو اروپايي هیوادونو بریتانیا ، فرانسې او جرمني پرون د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنۍ شورا کښې د یوې (۱) بیانیې په خپرولو سره د ایران د اټومي موافقې او د ټولو لورو لپاره د دغه تړون په ګټه لرلو ټینګار وکړ .
په دغه بیانیې کښې چې د بریتانیا خارجه وزارت خپره کړي ده ویل شوي مونږ د دریو (۳) اروپايي هیوادونو په توګه په ویانا کښې په کامل ډول د اټومي تړون د ګډون کونکو هیوادونو او د امریکا د خبرو اترو د بهیر چې دغه اټومي تړون ته د امریکا د بیرته ستنیدا په اسانتیا او د خپلو ټولو ژمنو اجرا کولو ته د ایران په ورستنیدا څارنه لري ملاتړ کوو .
د اروپا دغو دریو(۳) هیوادونو انګلستان، فرانسې او جرمني په دغه بیانیې کښې ټینګار وکړ د ویانا خبرو اترو ته چې د هغه په رڼا کښې د اټومي تړون ګټې د ټولو لپاره احیا شي ژمن یوو .