نړۍ نن له بې شمیره چیلنجونو او مشکلاتو سره مخ ده
زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل نړۍ هیڅکله تر دې اندازه له چلینج سره نه ده مخامخ شوي د اب وهوا له بدلونونو رانیولي تر شخړو او تر کورونا ویروس پورې چې دا ډول شیان پایداره پراختیا له مخکې څخه زیاته له لاسرسي څخه وباسي .
د ملګروملتونو سرمنشي انټو نیو ګوټریش نن په یوې (۱) وینا کښې وویل مونږ د ښه کیدا لپاره تر ټولو ښه اوزار لرو البته که چیرې ترې استفاده وکړو او دغه اوزار همدغه شیبه ده چې مونږ پکښې یوو د ځمکې د کرې او د ځانونو د ژغورنې لپاره راغونډیدل .
انټونیو ګوټریش وویل ما تیره اونۍ د خپل کار ګډه اجنډا پیل کړه د خپلو ګډو هدفونو ګیرچاپیر د دنیا د راغونډولو او د څو اړخیزه پالنې د سیسټم د له سره پیلولو لپاره پلان ځکه چې یوازې په راغونډیدا سره ده چې مونږ کولای شو پایداره پراختیا خپلې اصلي لارې ته ورستنه کړو .
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په دوام کښې په دې خبرې سره چې له کورونا ویروس سره په مقابلې کښې زمونږ ځواب ډیر سست او نابرابر و او دی د نړۍ په هیوادونو غږ وکړ په نړیواله سویه د کورونا واکسین د لګولو په پلان کښې بسیج شي او د واکسین تولید دوه(۲) برابره کړي .
د وروستیو خپرو شویو رسمي شمیرنو پراساس تراوسه دوه سوه نهویشت (۲۲۹) میلیونه او اته لکه درې دیرش زره او یوسل اولس (۸۳۳۱۱۷) کسان تراوسه په دنیا کښې په دغه ویروس ککړ شوي دي او کابو څلور (۴) میلیونه او اوه لکه دیارلس زره او پینځه سوه نوي (۷۱۳۵۹۰) کسان وژل شوي دي .