ملګروملتونو د کورونا واکسین په ویشلو نیوکه وکړه
(last modified Fri, 08 Oct 2021 09:39:20 GMT )
Oct 08, 2021 14:09 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د کورونا واکسین په ویشلو  نیوکه وکړه

شین هوا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د کورونا واکسینونو په ویشلو کښې بې عدالتۍ ته په اشارې سره د روان میلادي کال تر اخره د نړۍ د څلویښت (۴۰) فیصده خلکو په واکسینولو کښې د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او (who) د هدف له عملي کیدا سره د مرستې کولو غوښتنه وکړه .

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د روغتیا د نړیوالې ادارې له مشر ټيډروس ایډهانوم سره په ګډ خبري کانفرنس کښې له ټولو اړونده لورو وغوښتل مرسته وکړي چې په دوه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲) میلادي  کال کښې د روغتیا د نړیوالې ادارې د کورونا د نړیوال واکسیناسیون سټراتيژۍ په حقیقت بدله شي .

ګوټریش ټینګار وکړ د دغه پلان بریالي کیدل په عادلانه ډول د کورونا د واکسینونو ویشل دي او زیاته یې کړه له عادلانه او غږمله کړچار پرته به په هیوادونو کښې په کورونا ویروس د ککړیدونکو کسانو  د شمیر کمیدل دوامداره نه وي .

دا په داسې حال کښې دي چې د روغتیا نړیوالې ادارې خپل هدف د سپتمبر میاشتې تر پاې پورې د ټولو هیوادونو لسو (۱۰) فیصدو خلکو ته د واکسینونو لګول اعلان کړی و خو تر دغه مودې پورې شپږ پنځوس (۵۶) هیوادونه چې اکثره یې په افریقا او مینځني خیتځ کښې دي ونه توانیدل دغه هدف ته ورسیږي .

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په نړۍ کښې د کورونا ویروس د خپریدا له پیلیدا راهسې په ځلونو طبي سرچینو او  خواړو ته د نړۍ د خلکو په لاسرسي کښې په موجوده نابرابرۍ نیوکه کړي ده او له بې وزله او مخ په ودې هیوادونو سره یې  د پراختیايي هیوادونو د مرستې غوښتنه کړي ده .