په کندوز کې بوږنونکي غمیزې ددرستو زړونه لړزولی دي 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i106628-په_کندوز_کې_بوږنونکي_غمیزې_ددرستو_زړونه_لړزولی_دي
ځیني راپورونه ښئ چې  تر وروستیو پورې ددغه جومات د شهیدانو شمیر له سلو تنو نه اوښتی او کابو دوه سوه کسان پکې ټپیان شوي هم دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 09, 2021 01:24 Asia/Kabul
  • په کندوز کې بوږنونکي غمیزې ددرستو زړونه لړزولی دي 

ځیني راپورونه ښئ چې  تر وروستیو پورې ددغه جومات د شهیدانو شمیر له سلو تنو نه اوښتی او کابو دوه سوه کسان پکې ټپیان شوي هم دي .

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، د ملګرو ملتو دسرمنشي  ویندوی سټیفن  دوجاریک  بیګا په یولړ څرګندونو کې  وئيلي انتونیو ګوتریش  د افغانستان په کندوز ولایت کې د شیعیانو په جومات  کې  غیر انساني جنایت په سخته محکوم کړی دی .

  هغه وئيلی دي ، ګوتریش  ددغه جنایت  په محکومو سره  له غمجنو کورنیو سره  هم خواخوږي کړې  او د ټپیانو لپاره ئې د زر ښه کیدا هیله کړې .

 داپه داسې حال کې دي چې  د  افغانستان په کندوز ولایت کې په سید آباد کې پرون دجمعې لمانځه په وخت  د ځان مرګي  حملې په درستې نړۍ کې غندنه کیږي  او داسې څوک  نشته چې  په خبر ئې خوابدې شوی نه وي ،خو بیاهم داعشی تکفیریانو په سپین سترګیتوب سره ددغه غیر انساني جنایت او ځان مرګي حملې  مسئولیّت منلی او خپل  غیر انساني څیره ئې یو ځل بیا  دنړیوالو نندارې ته وړاندې کړې ده . 

 دافغانستان په کندوز ولایت کې پرون دجمعې لمانځه  د  اداکیدا په وخت یوه وحشي داعشي په ځان پورې تړلي مواد د جومات په مینځ کې وچاودول  او ددوي په اند داسلام په خدمت کولو سره ئې څه دپاسه دوه نیم سوه لمونځ ګوزار په وینو کې ولبمول  او دخداي  کور ئې په وینو ککړ کړ .

ځیني راپورونه ښئ چې  تر وروستیو پورې ددغه جومات د شهیدانو شمیر له سلو تنو نه اوښتی او کابو دوه سوه کسان پکې ټپیان شوي هم دي .