په ماسکوغونډې کې به طالبان اوهندوستان ګډون وکړي
په دغې غونډې کې د اسلامی ایران ، پاکستان ، طالبانو هند او څو نورو هیوادونو استازي ګډون وکړي او د افغانستان د اوسنیو حالاتو او وروستیو بدلونونو په باب سره وغږیږي.
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی ، د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا د اورآسیا دمیرمنو د دریمې غونډې په څنډې کې وئیلی دي ، د روسیې په ماسکو کې به دافغانستان په موضوع سره په ناستې کې چې د اکتوبر په شلمه ترسره کیږي ، د طالبانو یو پلاوی او دغه راز د هندوستان حکومتی پلاوی ګډون وکړي .
زاخارووا وظیلي دي ، د افغانستان د سیاسی وضعیّت له اساسی بدلونونو سره سره دغه خبرې اترې د افغانانو ترمینځ د پخلاینې په بهیر کې او دغه راز د یوه ټول شموله حکومت په جوړونې کې مرسته کولی شي .
دهندوستان خارجه وزارت هم دیوې اعلامیې په خپرولوسر وئیلی دي د افغانستان په موضوع سره به دماسکو په کیدونکي غونډې کې ګډون وکړي
راپور ښئ په دغې غونډې کې د اسلامی ایران ، پاکستان ، طالبانو هند او څو نورو هیوادونو استازي ګډون وکړي او د افغانستان د اوسنیو حالاتو او وروستیو بدلونونو په باب سره وغږیږي.