د نړیوالې ایټمي موافقې دلورو خبرې اترې زر پیلیږي
د ایران اسلامی جمهوریت تل ټینګار کړی دی ، دې ته په پآم سره چې امریکا هغه لوری ؤ چې نړیواله ایټمي موافقه ئې په غیر قانوني او یو اړخیز ډول پریښودلې او دنړیوالو قوانینو خلاف ورزي ئې کړې ده ، چې باید د بندیزونو په ختمولو سره بیرته موافقې ته وګرځي او لازمه ده چې د امریکا دژمنتیاؤ اجرا هم تائيد شي. تهران البته ټينګار کړی دی جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا دبیرته ګرځيدا لپاره کومه بیړه هم نه لري .
روئيټرز خبری آژانس راپور ورکړ ، د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست کمیشن مشر جوزف بورل بیګا په یولړ څرګندونو کې دهغې غونډې په باب چې ټاکل شوې ده ، دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب په بروکسل کې ترسره شي ،یولړ توضیحات وړاندې کړل .
بورل چې په واشنګټن کې ئې دخبریالانو په ټول کې خبرې کولې مدعي شو،ایران د اروپائي اتحادئې له هغو چارواکو سره د لیدو غوښتنه کړې ، چې له امریکا سره د غیر مستقیمو خبرواترو په غږملونې کې ئې رغنده رول درلودلی دی .
جوزف بورل همداراز ووئیل ، هغه له ایرانیانو سره لیدوکاتو ته تیار دی خو دا نشي ویئلی چې دغه شان لیده کاته به کله ترسره شي .