د افغانستان طالبان دې باید په خپلو ژمنو عمل وکړي
لاوروف وايي طالبان دې د خلکو د حقوقو د ورکولو په هکله په خپلو وعدو عمل وکړي.
د ریانووسټي خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې خارجه وزیر په دې بیان سره چې په افغانستان کې د کراري د راوستلو لپاره د طالبانو هڅې په رسمیت پېژنو وویلک د طالبانو ډله دې د خلکو د حقوقو او ازادۍ په برخه کې په خپلو وعدو عمل وکړي.
سرگئی لاوروف نن د طالبانو د یو پلاوي په شتون سره د مسکو دغونډې په پېل کې وویل: د افغانستان د خلکو ملاتړ باید د کارندي ټولنیزو سیاستونو، د اساسي حقوقو او د خلکو د ازادیو په رعایتولو سره تحقق ومومي.
د روسیې خارجه وزیر د ملګرو ملتو په رول په تینګار سره وویل: مسکو ډاډه ده چې د افغانستان په مساله کې په نړیوالو مشورو کې د غږملوونکي مرکزي رول باید ملګرو ملتو ته ورکړل شي.
لاوروف د خپلو خبرو په دوام کې له نړیوالو ټولنې وغوښتل چې خپلې سرچینې د افغانستان لپاره په مرستو متمرکزې کړي. ده وویل: اوس وخت رارسېدلی دی چې نړیواله ټولنه له کابل سره د انساني کړکیچ د رامینځته کېدو او نورو هیوادونو ته د افغان کډوالو د ورماتېدو د مخنیوي لپاره، اغېزمنې اقتصادي او مالي مرستې وکړي.
لاوروف په پای کې د مسکو په غونډه کې له ګډونه د امریکا په ډډه کولو د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل چې د امریکا دولت دې له افغانستان سره د اړوندو مسایلو په هکله د ملګرتیا په وعدو عمل وکړي.