د امریکا خلک ماشومانو ته د واکسین وهل نه خوښوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i107528-د_امریکا_خلک_ماشومانو_ته_د_واکسین_وهل_نه_خوښوي
سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ د نویو څیړنو پراساس د امریکا کابو اویا (۷۰) فیصده میندې او پلاران نیت نلري چې حاضردمه خپلو ماشومانو ته د کورونا ضد واکسینونه ووهي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2021 09:29 Asia/Kabul
  • د امریکا خلک ماشومانو ته د واکسین وهل نه خوښوي

سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ د نویو څیړنو پراساس د امریکا کابو اویا (۷۰) فیصده میندې او پلاران نیت نلري چې حاضردمه خپلو ماشومانو ته د کورونا ضد واکسینونه ووهي .

په نوي څیړنې کښې چې په امریکا کښې د« کایزر د کورنۍ» د بنسټ لخوا ترسره شوي ده د دې ښودنه کوي د امریکا کابو اویا (۷۰) فیصده میندې او پلاران اراده نلري خپل ماشومان چې عمرونه یې له پینځو (۵) تر یولسو (۱۱) کلونو پورې دي د کورونا واکسینونه ووهي او یوازې اوویشت (۲۷) فیصده میندو او پلارانو ویلي دي چې دوې خپلو ماشومانو ته د کورونا واکسینونه وهي .

دغه راپور زیاتوي د امریکا میندې او پلاران اندیښمن دي چې د کورونا واکسین په راتلونکي کښې د دوې د ماشومانو په شنډولو یعني د بچیانو د زیږولو په قوت باندې  منفي اغیز وشیندي .

د امریکا د سي این این ټیلي ويژن د طبي برخې نامتو خبریالې الیزابت کوهن دغه نظر په کلکه رد کړی او ټینګار یې وکړ دا خبره چې ویل کیږي ماشومانو ته د کورونا واکسینونو وهل په راتلونکي کښې د دوې په شنډولو یعني د بچیانو د زیږولو د قوت د له مینځه تلو سبب شي یوه(۱) بې ارزښته او چټي خبره ده کومه چې په فیسبوک اینټرنیټ پاڼې کښې لاس په لاس کیږی او ورته لمن وهل کیږي .