په افغانستان کې دې د پولیو واکسینیشن ته دوام ورکړل شي
په افغانستان کې د پولیو واکسنو د کمپاین د درولو پریکړې په پولیو د ماشومانو د اخته کیدو خطر لوړ کړی دی
زمونږخبریال د افغان خبری سرچینو له قوله راپور راکوي،په افغانستان کې د پولیو یا ګوځڼ ضده واکسین د تازه کمپاین له پاي ته رسېدو سره همهاله «پولیو څخه د پاک افغانستان» په نامې سره فاؤنډیشن اعلان کړی چې په دغه هیواد کې تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان په پولیو د اخته کېدو له لوړې خطرې سره مخ دي.
دغه موسیسې دسلواغلې یا دلوې په ۲۱ په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې د دغو ماشومانو د معافیت کچه ټیټه ده، او له همدې امله اړینه ده چې د واکسنو په ټولو کمپاینونو او دغه راز له یو ځاي بل ته د تګ پر مهال واکسین شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان په اتلسو ولایتونو کې د پولیو واکسینشن پیل شوی څلور ورځنی کمپاین پای ته ورسېد.
که څه هم د افغانسان د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې په دې پړاؤ کې به له پنځو کلونو کم عمره له اوه میلیونه ډېر ماشومان واکسن شي خو د افغانستان د ځینو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وائي ماشومان له واکسن کولو پاتې شوي دي.
د لوګر د څرخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو په شرط خبریالانو ته وویل تر اوسه هم د دوي سیمې ته واکسناتوران نه دي ورغلي:
"زموږ ساحه ډېره لیرې ده او ماشومان هم دلته په کلي کې زیات دي، خو تراوسه مونږ ته واکسیناتوران نه دي راغلي، دلته نورې روغتیايي اسانتیاوې هم نشته، مونږ واکسین ته ډېره اړتیا لرو، ځکه زمونږ ماشومان په ژمی کې ډېر ناروغان کیږي.