سوریه: د ترکیې له تیریو سره به مقابله وکړو
سوریه وايي د ترکیې له تیریو سره به مقابله وکړي او خپله خاوره به ترې آزاده کړي
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد او عراق کښې د پوځي شتون د دوام لپاره د ترکیې د پارلیمان د مصوبې په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې د خپلې دفاع او د سیمو د آزادولو حق د ځان لپاره محفوظ ګڼي.
د سوریې خارجه وزارت تیر ماښام په یوه خبرپاڼه کښې عراق او سوریې ته د پوځي ځواکونو د لیږلو لپاره د ترکیې د پارلیمان وروستۍ مصوبه وغندله.
په دغه بیانیه کښې راغلي دي چې د تریکې د رژیم د ولسمشر سیاستونه د سیمې او نړۍ د صلحې او امنیت لپاره نیغ په نیغه ګواښ دی ځکه چې د سوریې په خاورې باندې پوځي بریدونو ته دوام ورکوي.
د سوریې خارجه وزارت له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د ترکیې نظام د جنګي جنایتونو او په سوریې باندې د تیري په وجه بازخواست کړي او مبجور یې کړي چې د سوریې ملکي وګړو، بیخ بیناؤ او طبیعي او تاریخي سرچینو ته رسیدلې تاوان ورکړي.