ورځپاڼو ته کتنه ۱۰-۸-۰۰
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سر. ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:
په سر کښې هم د تهران چاپ ايران ورځپاڼه راخلو چې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله يې وليکل:
د ولس او هېواد برخليک له برجام او هيڅ يو هېواد سره په مطلقه توګه نه تړوو. ګډې ګټې د تعلقاتو بنياد دے.
حسېن امير عبداللهيان له همدغې ورځپاڼې سره په مرکه کښې د دې په بيانولو سره چې مونږ د ديارلسم حکومت د بهرني سياست د بنيادي جوړولو لپره د متوازن بهرني سياست او د فعالې، خوزنده او هوشمندې ډېپلومېسۍ په نومونو سره څو خصوصيتونه ټاکلي دي وويل: له متوازن بهرني سياست نه مراد دا دے چې د ګاونډيانو په شمول د ځينو هېوادونو په اړه زمونږ ترجيح ورکول به د نړۍ له نورو هېوادونو سره له تعلقه د غفلت په معنا نه وي.
هغه زیاته کړه، مونږ به د نړۍ له نورو ټولو برخو سره په تعلقاتو کښې متوازنه ډېپلومېسي خپله کړوو، يعنې له دې سره په يو وخت چې د ديارلسم حکومت د پام وړ ترجيح ګاونډيان او اېشيا محوره پاليسي ده د اروپا په برخه کښې هم فعاله، خوزنده او هوشمنده ډېپلومېسي تعقيبووو او له دې هر څه نه علاوه لاتيني امريکا او افريقه هم نه هېروو.
امير عبدالهيان واضحه کړه: له بلې خوا به مونږ له نړيوالو ادارو سره له کاره هم غفلت ونه کړوو او د نړيوالو ادارو کارکاردګۍ البته هغو خلاف ورزيو ته چې په خاصه توګه د نړيوالو تعلقاتو په تئوريکو مباحثو کښې شتون لري پاملرونه کوو.
-------
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې د ايران د خارجه وزارت د وياند په حوالې سره وليکل: د ايران او سعودي په خبرو اترو کښې وړومبنۍ موافقې رامنځته شوې دي.
سعيد خطيب زاده نن له مهر خبري آژانس سره په مرکه کښې د ايران او سعودي ترمېنځ د خبرو اترو د وروستي حالت په اړه وويل: د خبرو اترو څلور پړاونه شوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځ تماسونه دوام لري.
خطيب زاده د ايران او سعودي د سفارتخانو د بيا پرانېستنې په اړه هم وويل: په تهران او رياض کښې د سفارتخانو تر پرانېستېدو لا فاصله شته.
ورځپاڼې وليکل: په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي او سفير وويل: که سياسي اراده شتون ولري، په نړۍ کښې اېټمي بې وسلې کول عملي کېدې شي.
مجيد تخت روانچي نن د بې وسلې کولو له نړيوالې هفتې سره په يو وخت وويل: په ۱۹۷۰ کال کښې د اېټمي وسلو د خپرېدو د منعې د معاهدې د اجرائي کېدو په وخت کښې غړي هېوادونه اېټمي بې وسلې کېدو باندې ژمن شوي وو چې خپلې اېټمي وسلې به تباه کوي.
غه زياته کړه، تر اوسه د اېټمي وسلو د خپرېدو د منعې معاهدې اېن پي ټي د شپږمې مادې مطابق په اېټمي بې وسلې کېدو باندې له واضحه ژمنو هېوادونو څخه ګڼ شمېر هېوادونه په سياسي بهانو سره له د دغې معاهدې له منلو شا ته شوي دي.
-----------
اطلاعات ورځپاڼې بيا د سعودي د بهرنيو چارو د وزير له قوله وليکل:
له ایران سره خبرې اترې دوستانه دي خو ډیر پرمختګ یې نه دے کړے.
فیصل بن فرحان دا څرګندونې په روم کښې د ۲۰ ډلې د غونډې ترڅنګه کړې دي.
د سعودي عرب خارجه وزیر د لبنان د بدلونونو په غبرګون کښې هم مدعي شو چې هیواد یې د لبنان د نوي حکومت د پاتې کیدو یا ختمیدو په هکله هیڅ نظر نه لري.
---------
اوس به د پاکستان له چاپ ورځپاڼو څخه د راولپنډۍ جنګ ورخپاڼې ته لاس کړوو چې په سر کښې يې ليکلي، د پاکستان د وزيراعظم عمران خان او د فوځ د مشر جنرل باجوه په کوششونو سره د حکومت او تحريک لبېک تنظیم ترمېنځ خبرې اترې کاميابې شوې. د دغو خبرو اترو د ځينو فېصلو له مخې له دغه تنظيم نه دغېر قانوني نوم لرې کړې شو او په سياسي لړۍ کښې يې شامل کړ. د تنظیم د مشر سعد رضوي او د ترهه ګرۍ په تور نيول شويو غړيو فېصلې به متعلقه محکمې کوي البته نور نيول شوي غړي به يې ازاد کړې شي. تحريک لبېک هم له پاکستانه د فرانسوي سفير د وېستلو غوښتنه واپس واخېسته.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل د پاکستان بلوچستان په پنجګور سيمه کښې د چاودنې له امله دوه تنه ووژل شول او درې امنيتي ځواکونه هم ژوبل شول. د حملې هدف د امنيتي ځواکونو ګاډے ؤ. د چاودنې له امله ځينو ګاډو موټرو او دوکانونو ته هم زيان اورسېد. دغه وخت د ډزو غږونه هم اورېدل شوي. د چاودنې ذمه واري چا کس يا ډلې لا په غاړه نه ده اخېستې.
----------
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼې راخلو چې په سر کښې مسير ورځپاڼې ته لاس کوو چې وې ليکل روسيې ويلي له افغانستان څخه د مرکزي اېشيا د بې ثباته کېدو اجازه نه ورکوو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه مرکه کې ویلي چې دوی ته د مرکزي اسیا د هېوادونو ثبات او امنیت خورا مهم دی. د لاوروف په وینا په ټوله مانا کوښښ کوي څو له افغانستان د مرکزي اسیا هېوادونو د بې ثباته کېدو مخنیوی وکړي ځکه له دې هېوادونو سره پراخې اړیکې لري او متحد هېوادونه یې دي. لاوروف وایي امریکا له افغانستان په ناڅاپي وتلو ټولې سیمې ته ګواښونه جوړ کړي او دا یې نه جبرانېدونکې تېروتنه وه. نوموړي تمه ښودلې چې په افغانستان کې ژر تر ژره ثبات رامنځ ته شي، امنیتي ستونزې له منځه لاړې شي او په دغه هېواد کې دایمي ثبات رامنځ ته شي.
ورځپاڼې د سارک سازمان په حوالې سره ليکي: افغانستان ته دې ژر بشري مرستي ورسول شي.
له مخې د سارک سازمان مشرتابه پلاوي په یوه غونډه کې ویلي چې دمګړی شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان بېړنیو او لومړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري او د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. دغه سازمان له نړیوالو غوښتي چې ژر تر ژره له افغانستان سره د خوراکي او نورو بشري مرستو لړۍ پراخه کړي او د میلیونونه کسانو ژوند وژغوري. د سرچینې په خبره افغانان له سخت وضعیت سره مخ دي او نړۍ دې سیاسي بدلونونه د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې د خنډ په توګه نه مطرح کوي. دوی ویلي چې د نړۍ ځينې شتمن هېوادونه د افغانستان پر وړاندې مسوول دي چې باید خپل مسوولیت ادا کړي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د پاکستان پر ملي بانک سایبري برید شوے دے. د پاکستان پر ملي بانک سایبري برید شوی دی. د راپورونو له مخې تېره شپه د پاکستان د ملي بانک پر مرکزي سېرور سایبري برید شوی دی او ددغه بانک ټولې چارې یې له خنډ سره مخ کړې دي. رسنۍ وايي چې دمګړی په دغه بانک کې د سایبري اختلالاتو له امله د میلیونونه کسانو لپاره ستونزې جوړې شوې دي او چارې یې ځنډېدلې دي.
ورځپاڼه بيا ليکي: ملګرو ملتونو په نړۍ کې د نوې او خطرناکې وبا د خپرېدو خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم ایټالیا کې د جي شل هېوادونو په کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په نړۍ کې یوه بله او خطرناکه وبا راتلونکې ده. دده په وینا که بشري ټولنې مخکیني تدابیر و نه لري نړۍ کې به داسې وبا راشي چې هېڅوک به یې د کنټرول وړتیا و نه لري. هغه ټینګار کړی چې کرونا وبا د ختمېدو په حال کې ده او دمګړی د نړۍ ۳۶ سلنه وګړو ته واکسین وېشل شوي خو د نړۍ ځواکمن او شتمن هېوادونه دې د راتلونکو وباګانو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
--------
او وېسا ورځپاڼې ليکلي دي: ملګري ملتونه وايي د نړۍ شل صنعتي هېوادونه دې له میلیونونو اړمنو افغانانو سره د پراخو بشري مرستو ژمنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په تازه څرګندونو کې ویلي چې دمګړی ۱۸ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا لس میلیونه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
سرچینه وایي، په وروستیو څلورو کلونو کې دا دویمه وچکالي ده چې افغانستان ځپي او د ناوړه بشري ناورین د رامنځته کېدو احتمال یې ډېر کړی دی.
ملګرو ملتونو د جي ۲۰ پر غړو هېوادونو غږ کړی چې عملاً دې له افغانستان سره د پراخو بشري مرستو لپاره مټې بډ وهي او د میلیونونه وګړو ژوند دې وژغوري.
تر دې وړاندې جي ۲۰ هېوادونو د افغانستان په اړه دوه مجازي کنفرانسونه جوړ کړي دي چې د میلیونونه ډالرو مرستې ژمنه یې کړې ده، خو ملګري ملتونه وایي دا مرستې یې تر دې دمه په بشپړه توګه نه دي ترلاسه کړې.
-------