د اردوغان لیري کول د مخالفو ګوندونو د ناستې موضوع
د ترکیې د دولت مخالفو ګونډونو د جمهوري ریاست له مقام څخه د اردوغان د لیري کولو په هکله ګډه ناسته کړې.
غوره سیاسي ګوند (IP) د خلق جمهوری ګوند (CHP) د سعادت سیاسي ګوند، ډیموکراټ ګونډ، سباوون او د ډیموکراسي او پرمختګ (DEVA) چي د ترکیې د دولت له مخالفو ګوندونو څخه شمېرل کیږی په یوه ګډه ناسته کې د دې هیواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان د لیري کېدو په هکله سلامشورې وکړې.
په دغه غونډه کې د پارلمان یو شمېر استازو د ترکیې اوسنی حکومت ته د عدم اعتماد د رایي په ورکولو او له ریاستي څخه په صدارتي باندې د نظام د ضرورت په بدلون ټینګار وکړ.
د خلق د جمهوریت د سیاسي ګوند مشر کمال قلیچدار اوغلو وویل: موږ ډاډمن یو چي په ټاکنو کې به اردوغان د خلګو په ارادې او په رایو سره له واک لیري شي.
اردوغان په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د یوې ټول پوښتنې په ترڅ کې په ۵۱ سلنو رایو سره د ترکیې د حکومت نظام له پارلماني څخه ولسمشری ته بدل کړ.