په افغانستان کې یې د نجونو ۱۰ ښوونځي بیا پرانیستي دي
ترکیه د ناټو د غړیو په منځ کې یوازنی هیواد دی چې سفارت یې لا هم په افغانستان کې فعال او پرانیستی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، حکومت یې په افغانستان کې د نجونو له ۱۴ ښوونځیو چې د ترکیې له لوري جوړ شوي او اداره کېدل، ۱۰ بېرته پرانیستي دي.
چاووش اوغلو د پارلمان غونډې ته وویل ترکیه هڅه کوي چې د دیپلوماسۍ له لارې د افغان نجونو او ښځو ملاتړ وکړي او تېره میاشت یې په انقره کې د طالبانو له پلاوي سره په کتنه کې د دوی د موقت حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي څخه په کلکه وغوښتل چې په افغانستان کې ټولې خواوې او ډلې په حکومت کې شاملې کړي.
د معارف فونډېشن، چې د ترکیې حکومت یې تمویلوي، په افغانستان کې ۸۰ ښوونځي لري چې د هغو په منځ کې ۱۴ د نجونو لپاره دي.
ترکیه د ناټو د غړیو په منځ کې یوازنی هیواد دی چې سفارت یې لا هم په افغانستان کې فعال او پرانیستی دی.
اوغلو وویل، ترکیې هغې افغان نجلۍ ته سکالرشیپ ورکړی چې د سږ کال د کانکور په ازموینه کې لومړۍ لمبر شوه.
ده وویل سلګۍ اسماعیل ته په ترکیه کې د طب د پوهنځي دولتي سکالرشیپ ورکړل شوی. موږ له طالبانو څخه د هغې لپاره پاسپورت واخیسته.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې هیواد یې کابل ته بشري مرستې استوي او وروستی ځل یې ۳۳ ټنه خوراکي مواد ولېږل. زموږ مرستې لا هم دوام لري.
چاووش اوغلو وویل، د ترکیې له لوري د کابل د نړیوال هوايي ډګر د ادارې په اړه لا هم له طالبانو او قطر سره خبرې دوام لري.